Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندوز کې د جندالله مشر له شپږو نورو کسانو سره ووژل شو

کندوز (پژواک، ٣ وږى ٩٤):ځايي چارواکي وايي چې په کندوز کې د بې پيلوټه الوتکي بريد کې د جندالله پر مشر سربېره د دې ډلې د دريو قوماندانانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي چې وژل کېدل به يې پر امنيت مثبت اغېز ولري.

د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذيفه مشهور و، تېر مازديګر په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شو.

د ملي امنيت رياست په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ابو حذيفه د ترهګريزو شبکو يو ستر مشر بللى چې په کندوز کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې د مخته وړلو يو کليدي مشر و، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

خو د کندوز والي محمدعمر صافى وايي چې په دغه هوايي بريد کې درې ازبکستاني وګړي او د قاري جمعه، دين محمدي او قاري ستار په نومونو د جندالله درې نور غړي هم وژل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ابوحذيفه د سړک غاړې ماينونو په جوړولو کې مهارت درلود او پر امنيتي پوستو يې د بريدونو مشري کوله.

والي زياته کړه، احتمال لري چې په افغانستان کې د جندالله ډلې عمومي قوماندان قاري بشير چې د ازبکستان وګړى دى او د فارياب له قيصار ولسوالۍ څخه کندوز ته تښتېدلى و، په دې بريد کې وژل شوى وي.

هغه زياته کړه: ((د دغو کليدي کسانو وژل کېدل د وسله والو مخالفينو لپاره ستره ماتې ده او د امنيت پر راتلو کې به موثر وي.))

صافي وويل: ((ابو حذيفه هوډ کړى و چې له خپلو کسانو سره يو ځاى له داعش ډلې سره بيعت وکړي، په دې اړه د ده او د کندوز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي عبدالسلام تر منځ خبرې روانې وې.))

جندالله د دولت له وسله والو مخالفو ډلو څخه يوه ده چې له طالبانو سره يو ځاى فعاليت کوي. طالبانو تر اوسه د ابو حذيفه او د هغه د ملګرو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د جندالله په نوم د ايران د حکومت مخالفه ډله هم شته چې مشر يې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ايران د حکومت له خوا تر نيول کېدو وروسته په دار وځړول شو.

افغان سرچينو د افغانستان او ايران د جندالله ډلو تر منځ د اړيکو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.