Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کلات (پژواک، ٤ وږى ٩٤): په سوېل کې د ملي  اردو چارواکي وايي چې په يو لړ ځمکنيو او هوايي عملياتو کې يې ٢٢ وسله وال مخالفين وژلي دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر يوه غړي تورن احمد صادق د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوى کومانډو ځواکونو د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

هغه زياته کړې چې د دغو عملياتو په پايله کې ١٣ وسله وال طالبان چې يو شمېر يې د ماينونو په خښولو بوخت هم وو، وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې تېره شپه د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې هم د دوى د ځواکونو په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

تورن صادق وايي چې تېره شپه يې ځواکونو د کندهار د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې هم شپږ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان او ١٦ ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

وسله والو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د زابل او کندهار په بېلابېلو امنيتي پېښو کې يې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.