Language

سروې: ناامني او بېکاري ستر ګواښونه دي

مزارشريف (پژواک ٤ وږى ۹۴): په ١٢ ولايتونو کې د يوې سروې موندنې ښيي، چې عام خلک له اداري فساد څخه وړاندې د ناامنۍ او بېکارۍ له سترو ګواښونو سره مخامخ دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۴مه، د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ له خوا ((په افغانستان کې د اداري فساد تصوير)) تر سرليک لاندې د شوې سروې پايلې د يوې خبري ناستې له لارې له خبريالانو سره شريکې شوې.

د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ غړي او د دغې سروې يو تنظيمونکي غلام رضا ابراهيمي په ياده خبري ناسته کې وويل، له يادې سروې څخه يې موخه د افغانستان په دولسو ولايتونو (کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، بلخ، باميان، جوزجان، بادغيس، کونړ، بدخشان، پروان او کندوز) کې د شته اداري فساد ارزونه او پر وړاندې يې د خلکو ليد په ډاګه کول وو.

نوموړي زياته کړه، په ټوليز ډول په دغو ولايتونو کې له ۱۲۲۶ کسانو څخه پوښتنې شوې دي.

د هغه په وينا، په کابل کې له ۱۸۰تنو، په هرات کې له ۱۴۱، په کندهار او بلخ کې له ۱۳۰، په کونړ کې له ۹۵، په بدخشان، باميان، بادغيس، ننګرهار، جوزجان او پروان کې له ۸۰ او په کندوز ولايت کې له ۷۰ تنو څخه پوښتنې شوې دي.

ابراهيمي وايي، سروې په دغو ولايتونو کې له اتلس کلنۍ څخه پورته کسانو سره شوې، چې ۷۰سلنه يې سړي او ۳۰ سلنه يې ښځې جوړوي.

نوموړي زياته کړه، ياده سروې د اتلسو کسانو له لارې تر سره شوې، چې د ۱۳۹۳ کال په سلواغې کې پيل او د همدې کال تر پايه پورې يې لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي، چې تر دې دمه په کتابي بڼه جوړه او رسنيو سره شريکه کړای شوه.

پژواک خبري اژانس، چې د يادې سروې کاپي يې تر لاسه کړي، په A4 سايز کې په اتيا مخونو کې په کتابي بڼه چاپ شوې ده.

سروې په ډاګه کوي، چې د افغانستان په دغو دولس ولايتونو کې عام خلک له اداري فساد څخه وړاندې له ناامنۍ او بېکارۍ څخه سرټکوي.

دغه سروی ښيي، چې په دغو ولايتونو کې عام خلک ۴۲،۳۴ سلنه له ناامني، ۸۶،۲۵ سلنه له بېکاري او ۹۸،۲۳ سلنه له اداري فساد څخه سرټکوي.

سرچينې د ناامنۍ په برخه کې په ډاګه کړې، چې ۹،۱۴ سلنه خلک وايي، چې دولت د ناامنۍ د ستونزې د هواري لپاره هڅې نه دي کړي او ۸،۵۰ سلنه خلک وايي، چې د امنيت په برخه کې د دولت هڅې کمې او بېخې کمې دي.

د بېکارۍ په برخه کې ښيي، چې ۱،۳۴ سلنه خلک وايي، چې دولت د بېکارۍ پر وړاندې څه نه دي کړي او ۸،۴۸ سلنه خلک وايي، چې په دغه برخه کې يې کمې او بېخې کمې چارې تر سره کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics