مزارشريف (پژواک ٤ وږى ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د بيدار دولتي ورځپاڼې خبريال د ناپېژاندو کسانو له خوا د چاقو په ګوزارونو د وهلو له امله ټپي شوى دى.
د يادې ورځپاڼې خبريال محمد قاسم مظفري، نن پژواک خبري اژانس ته په روغتون کې وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د هغه د کور مخې ته رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه: "له دفتره د خپل کور خواته چې د ښار په کارته مامورين سيمه کې دى، روان وم، چې ناڅاپه راباندې يو چا وار وکړ، په دې وخت کې ويالې ته وغورځېدم او بيا يې راباندې د چاقو ګوزارونه وکړل."
هغه چې په لاس، خېټې او پښې ژوبل شوى، وايي، له هېچا سره شخصي ستونزه نه لري.
د مزارشريف د ملکي روغتون يوه ډاکټر، نورمحمد فيضي، پژواک ته د يادې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل، چې ياد کس په ٣ ځايونو کې په چاقو وهل شوى دى.
نوموړي د مظفري روغتيايي حالت ډاډمن وباله، خو زياته يې کړه، چې د خېټې د برخې ټپ يې يو څه ژور دى.
login or register a new account.