تالقان (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): پوليسو په تخار ولايت کې دوه تنه له ٨٠٠ ليتره هغو تېزابو سره نيولي چې د هيرويينو په جوړېدو کې ترې کار اخستل کېږي.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توکي له سمنټو په بار موټر کې ځاى پر ځاى شوي و.
ده وويل چې دغه موټر له ارزګان څخه بدخشان ته پر لاره و، چې د تخار - کندوز د لويې لارې پوليسو له خوا د تخار په مرکز تالقانو کې ودرول شو.
د هغه په وينا، پوليسو په دې موټر کې ٨٠٠ ليتره تيزاب کشف او په تړاو يې دوه تنه ونيول.
د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پوليسو په روان کال کې د تخار- کندوز پر لاره يو شمېر قاچاق وړونکي له سلګونو کيلو ګرامه نشه يي توکيو سره نيولي دي.
login or register a new account.