ښرنه(پژواک،٧وږى٩٤): د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ ځينې اوسيدونکي وايي چې د شاوخوا اووه مياشتو په تيريدو سره بيا هم د ښرنې او انګور اډې ترمنځ د غځيدلي سړک د رغونې چارې نه دي پيل شوي.
د يادشوي سړک د رغونې تړون تيرکال د کب په مياشت کې د فوايد عامې وزارت او حامد کندهاري په نوم له يو افغان او له يوې بلې ترکي کمپنېو سره لاسليک شو.
دغه سړک ٥٧ کيلومتره اوږدوالى لري چې ٤٧ کيلومتره يې په ارګون ولسوالۍ کې ، درې کيلومتره يې په سرروضې ولسوالۍ کې او اووه کيلومتره يې په برمل ولسوالۍ کې دى ، چې د پکتيکا ولايت مرکز ښرنه د انګور اډې په سيمه کې له ګاونډي هيواد پاکستان سره نښلوي.
ټاکل شوې وه چې د دې سړک د رغونې چارې د تړون تر لاسليک وروسته پيل شي خو د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د دې سړک د رغونې چارې تراوسه نه دي پيل شوې.
د دې سړک په اړه د ارګون ولسوالۍ اوسيدونکي ظفر باوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تړون سره سم بايد د دې سړک د رغونې چارې په دوه کلونو کې بشپړې شوې واى.
خو هغه وايي چې د اووه مياشتو په تيريدو سره تر اوسه د دې سړک رسمي کار نه دى پيل شوى او د هوا په سړيدو سره يې د رغونې چارې نورې هم ټکنې کيږي.
دغه راز ددې ولسوالۍ بل اوسيدونکي رحمت الله ريحان هم وايي چې د تيرکال د کب په مياشت کې بايد د دې سړک د رغونې چارې پيل شوې واى خو تراوسه دغه کار نه دى شوى .
هغه زياته کړه: ((د دې سړک نقشه پخوانى ده او د هماغې نقشې له مخې جوړيږي له يوې خوا زيات موړونه لري او له بل پلوه له خوړونو تيريږي چې ډير ژر به خراب شي.))
ده وويل چې د فوايد عامې وزارت بايد دغه سړک د يوې نوې نقشې له مخې جوړ کړي ترڅو له ژر خرابيدو او ترافيکي پېښو څخه مخنيوى وشي.
په پکتيکا کې د مدني ټولنې غړى ثمرګل ثمر وايي چې د فوايد عامې وزارت چارواکو پنځه مياشتې وړاندې يو ځل بيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به د دې سړک د رغونې چارې پيل شي خو تراوسه نه دي پيل شوې.
ثمر وويل : (( که دغه شرکت اوس کار هم پيل کړي هغه به ډير ورو وي او په پنځو کلونو کې به هم دغه سړک ونه رغول شي ځکه چې له اوله يې خونده نشته.))
خو د پکتيکا ولايت د فوايد عامي رياست مشر حفظ الله ځاځي پژواک ته وویل چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به د دې سړک د رغونې چارې پيل شي.
login or register a new account.