مزارشريف ( پژواک، ٧ وږى ٩٤ ) : د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې له څه باندې لسو ورځو راهيسې پر يوې نجلۍ د جنسي تېري د پېښې د پټېدو هڅه شوې ده.
د بلخ ولايت د څارنوالۍ له ښځو سره د تاوتريخوالي دمبارزې د برخې مسوولين د يادې پېښې پخلی کوي؛ خو د شولګر ولسوال، د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ او د دغه ولايت د ښځو چارو رياست له يادې پېښې ځان ناخبره ګڼي.
مدني فعال او د هويدا په نامه د اوونيزې مسوول مدير مختار وفايي د وږي په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، داسې معلومات يې تر لاسه کړي، چې د شولګر ولسوالۍ په قلند نومي کلي کې څه باندې لس ورځې وړاندې پر يوې ۱۵کلنې نجلۍ ډله ييز جنسي تېری شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې پر نجلۍ جنسي تېري کې دوه موټروانان او يو ښوونکی ښکېل دي.
خو هغه زياته کړه، چې د سيمې زورواکو له تېرو لسو پنځلس ورځو هڅه کړې، چې دغه پېښه د پيسو په زور له حکومت او رسنيو لرې وساتي.
وفايي وويل، دی وېره لري چې سيمه ييز زورواکي به پرته له دې چې جنسي تېري کوونکو ته قانوني سزا ورکړل شي، په امان کې پاتې شي.
نوموړي زياته کړه، معلومات يې تر لاسه کړی، چې په ولسي جرګه کې د بلخ يو وکيل هم هڅه کوي، چې ياده پېښه پټه وساتلی شي.
د بلخ ولايت په څارنوالۍ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مبارزې څانګې مسوولې مېرمن فوزيه حميدي هم پژواک ته د يادې پېښې پخلی وکړ.
نوموړې زياته کړه، چې په شولګر ولسوالۍ کې له شوي جنسي تېري خبر دي؛ خو تر دې دمه ورته چا رسمی شکايت نه دی کړی.
د هغې په وينا، دوی په تمه دي چې بايد د امنيتي ځواکونو له لوري ورته رسمي معلومات ورکړل شي، چې تر دې دمه ورته نه دي رسېدلي.
مېرمن حميدې وويل، چې که دوی ته د معلوماتو په رسېدو لا هم ځنډ وشي؛ نو په خپله به سيمې ته د پېښې د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره سفر وکړي.
نوموړې زياته کړه، چې په هر ډول حالت کې به حق حقدار ته وسپاري.
login or register a new account.