کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): په افغانستان کې د سولې، ملي پخلاينې او سوله ييز ژوند ته د راستنېدو پروګرام له لارې ميليونونه ډالر لګول شوي، خو خلک يې له پايلو خوښ نه دي؛ ځکه چې جګړه تر پخوا پراخه او مرګونې شوې ده.
د (APRP) دغه پروګرام سولې ته د دولت د وسله والو مخالفينو د راګرځېدو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه د سولې د ملي مشورتي جرګې د وړانديز او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، د نړيوالې ټولنې په مالي ملاتړ رامنځته شوى دى.
د سولې عالي شورا چې د ياد پروګرام مشري کوي، د ١٣٨٩ کال د تلې په ١٥مه (د ٢٠١٠ کال د اکتوبر ٧مه) په کار پيل کړى دى.
د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه شورا ٦٩ غړي او له پنجشېر پرته د هېواد په ټولو ولايتونو کې د سولې ولايتي کمېټې لري.
د سولې ولايتي کمېټې چې د دې شورا تر مشرۍ لاندې کار کوي، ٨٨٨ غړي لري او په ټوليز ډول دغه پروګرام ١٤٢ اداري کارکوونکي لري.
لګښتونه
د سولې په پروسه کې ميليونونه ډالر لګول شوي، خو په اړه يې معلومات تر ډېره له رسنيو پټ ساتل کېږي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام ته ٧٨٢ ميليونه امريکايي ډالره بوديجه په پام کې نيول شوې وه. سرچينه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره (UNDP) ليکي چې د دې پروسې مرسته کوونکې سرچينې په دريو برخو وېشل شوې دي.
سرچينه: د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې ٢٠١١ کال راپور
د لومړۍ او دريمې برخې مرسته کوونکو د مرستو په اړه د ماليې وزارت او نورې اړوندې سرچينې اړين معلومات نه ورکوي، خو د ماليې وزارت وايي چې د دويمې برخې مرسته کوونکو له دغه پروګرام سره د ١٣٠،٤ ميليونه امريکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.
سرچينه زياتوي چې ژمنه شوې پيسې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا د پيسو له ګټې سره د ٢٠١٤ کال تر پايه څه باندې ١٣١،٧ ميليونه ډالره ياد پروګرام ته ورکړل شوي او له دې جملې نږدې ١٠٩ ميليون ډالره لګول شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې، هم ليکلي چې د دويمې برخې مرسته کوونکو څه باندې ١٣١.٧ مېليون امريکايي ډالر د “اې پي ار پي” له پروګرام سره مرسته کړې ده. سرچينه: UNDP in Afghanistan
خو د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار، وايي چې دغه شورا په کال کې نږدې درې مېليون امريکايي ډالره لګښت لري.
د ده په وينا، د سولې لپاره د مرسته کوونکو نورې پيسې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو لخوا د سولې اړوند پروژو کې لګول شوي دي.
قاسميار وايي:” دا چې په ځينو عوامو او رسنيو کې ډنډورې غږول کېږي چې دلته سلګونه مېليون ډالر لګول شوي، په بشپړه توګه بنسټ نه لري. د سولې عالي شورا بوديجه چې په تېرو څلورو يا پنځو کلونو کې دوه عشاريه پنځه، ځينې وخت دوه عشاريه شپږ او ځيني وخت دوه عشاريه اته ميليونه ډالره وه، يعنې له درې ميليون ډالرو کمه وه او د يوه وزارت د يو رياست له بوديجې هم کمه وه. په دغه کې کنفرانسونه او ناستې شوي، په مستقيم او غير مستقيم ډول اړيکې نيول شوې…. دغه لګښتونه په دې برخو کې شوي دي.”
د ده په وينا، هغه ډېرې پيسې چې په اړه يې څرګندونې کېږي، هغه پيسې دي چې مرسته کوونکو په نېغه سکتوري وزارتونو ته ورکړې دي.
قاسميار زياتوي: “عملي بېلګه يې درته وايم، د امريکا متحده ايالتونو ٥٠ ميليونه ډالره د کليو پراختيا وزارت ته ورکړي، تر څو خپلې پراختيايي او د ملي پيوستون پروژې پر مخ يوسي او له دې لارې کېداى شي هغو کسانو ته چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي، کارموندنه وشي.”
لاسته راوړنې
د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې، د دې شورا له جوړېدو راهيسې څه باندې لس زره او پنځه سوه وسله وال مخالفين له دولت سره ملګري شوي چې نږدې څلورمه برخه يې په بادغيس او بغلان ولايتونو کې او تر ټولو لږ يې په نيمروز کې دي.
دغه راز سرچينه زياتوي چې د دغه پروګرام له لارې د روانې زمري مياشتې تر ١١مې له دولت سره يو ځاى شوو وسله والو مخالفينو ٨١٠١ ميله بېلابېل ډول وسلې دولت ته سپارلې چې تر نيمايي ډېرې يې په هرات، بغلان، غور او ننګرهار ولايتونو کې دي.
تر لاسه شوې شمېرې ښيي چې تر ټولو ډېر وسله وال مخالفين د هېواد په لوېديځو او شمال لوېديځو ولايتونو کې او تر ټول لږ يې په جنوب لوېديځو او سوېل ختيځو ولايتونو کې د سولې له پروسې سره ملګري شوي دي.
خو له دولت سره د دغو کسانو په ملګرتيا نه يواځې دا چې سوله نه دې ټينګه، بلکې جګړه نوره هم مرګونې شوې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوى پلاوي دفتر (يوناما) د کلنيو راپورونو له مخې، په تېرو پنځه نيمو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ٤٧ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. له دغو کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ١٦٩٥٤ تنه وژل شوي او ٢٩٧٤٤ ټپيان دي.
د سرچيني د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٤ کال کې د ٢٠١٠ يا د هماغه کال په پرتله چې د سولې عالي شورا په کې جوړه شوې، د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ٤٧ سلنه زياتوالى راغلى دى.
دغه راز د يوناما راپور ښيي چې د ٢٠١٥ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٥٩٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٣٢٩ نور ټپيان شوي دي.
په دې موده کې له ښکېلو غاړو هم ګڼ شمېر کسان وژل شوي او له نا امنيو او جګړو د سولې شورا غړي هم په امن نه دي پاتې.
د ١٣٩٠ کال په وږي مياشت کې د سولې شورا مشر برهان الدين رباني په ځانمرګي بريد کې او د ١٣٩١ کال په غويي مياشت کې د همدې شورا بل مهم غړى ارسلا رحماني په يو بريد کې ووژل شول.
د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د يادو دوو تنو په ګډون د هېواد په ١٧ ولايتونو کې د سولې عالي شورا او د سولې د ولايتي کمېټو ٣٣ غړي وژل شوي دي.

ځيني کابل ښاريان هم د مرګ ژوبلې د شمېرو لوړوالي او د هېواد په بېلابېلو په تېره بيا شمالي ولايتونو کې د نا امنيو زياتوالي ته ګوته نيسي او د سولې پروسې له لاسته راوړنو خوښ نه دي.
د کابل ښار اوسېدونکى زرين خان عادل وايي: “د سولې شورا چې کومه ده په دې باندې ميليونونه ډالر مصرف شوي او زرګونه کسان د سولې په نوم راغلي دي، خو سوله نشته؛ نو دا په دې معنا چې تش په نوم ده، نمايشي ده، حقيقت نه لري او موږ وايو چې دا د سولې شورا دې لغوه شي، له منځه ولاړه شي، هېڅ د سولې شورا طرفدار نه يو. “
دغه راز د کابل ښار بل اوسېدونکى اسماعيل توتاخېل وايي: “د سولې عالي شورا په باره کې به دا ووايم چې د سولې عالي شورا د مرکچي په توګه نه، د مخالف ټيم په توګه کار کړی او بل منظم پلان شتون نه لري چې په څه رقم دوی سوله راولي، نو له دې امله موږ غواړو چې د سولې عالي شورا له منځه ولاړه شي، دا مو له حکومت څخه په کلکه هيله ده چې د سولې عالي شورا دې له منځه يوسي.”
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاده شهلا فريد هم وايي چې د سولې عالي شورا لاستې راوړنې نه لري او په دې برخه کې بېځايه لګښتونه شوي دي.
هغه وايي: “که د ټولنې له يو عادي وګړي هم وپوښتئ چې د سولې عالي شورا څه لاسته راوړنې لري؟ په تېره له هغو کسانو چې له جګړې زيانمن شوي، په صراحت به ووايي چې موږ د دې شورا هېڅ لاسته راوړنې نه دې ليدلې.”
د دې په وينا، د سولې پروسې له لارې په ميليونونه ډالر لګول شوي او له دې پروسې سره د شاوخوا لس زره کسانو يو ځاى کېدل لاسته راوړنه نه ده؛ ځکه چې ډېر يې بېرته له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.
د هغې په اند، له دولت سره د يادو کسانو يو ځاى کېدل هغه مهال لاسته راوړنه کېداى شي چې دغه کسان بېرته له وسله والو مخالفينو سره نه وى يو ځاى شوي.
شهلا فريد وايي، د سولې شورا په کابل او ولايتونو کې پراخ تشکيلات او ډېر لګښتونه لري، خو له دې امله چې له خلکو لرې ده او لاسته راوړنې نه لري، د خپلو لګښتونو راپور نه شي ورکولاى.
هغه د سولې عالي شورا پر جوړښت هم نيوکه کوي او وايي: “د پخواني حکومت چارواکو يا د افغانستان پخوانيو سياستوالو د سولې شورا د غړو په ټاکنه کې له اړيکو کار اخيستى، پرته له دې چې د موثريت په اړه يې فکر وکړي او پوه شي چې دغه کسان په ټولنه کې ځاى لري او که نه، دغه کسان يې ټاکلي دي. د شورا د غړو د ټاکنې لپاره رڼې پروسې شتون نه درلود.”
شهلا فريد زياتوي: “نن د سولې په عالي شورا کې داسې کسان شته چې په خپله جنګ سالاران دي او د خپل ژوند دوام د جګړې په دوام کې لټوي.”
د سياسي چارو دغه شنونکې د سولې پروسې د ناکامۍ په اړه وايي چې د افغانستان د جګړې تر شا د بهرنيانو، په تېره بيا د پاکستان لاس دى او له بلې خوا د سولې شورا د سولې لپاره پياوړې ستراتيژي نه لرله
هغه، د سولې لپاره د دولت له خوا د موثرې ستراتيژۍ پر ټينګښت ټينګار کوي او زياتوي: “زه له اوسنيو سياسي حاکمانو او د ملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه کوم چې ډېر ژر د افغانستان د سولې شورا منحل کړي، ځکه چې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.
د دې په وينا، هغه پيسې چې د سولې شورا يې لګوي، بايد د جګړې له قربانيانو سره د مرستې په برخه کې ولګول شي.
محمد اسماعيل قاسميار وايي چې د سولې شورا يو لړ لاسته رواړنې لري، خو د سولې پروسه له دې امله بريالۍ نه وه چې بهرني هېوادونه په کې لاس لري او کيلي يې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ده.
هغه وايي: “هغه کسان چې وايي هېڅ کار نه دى شوى، موضوع ته لږ په ساده نظر ګوري، ډېر نه پوهېږي، هغوى خيال کوي چې موږ وويل سوله کوو نو ملا عمر هم وويل چې درغلم، دا خبره تر دې ډېره پېچلې ده، د ډېرو هېوادونو ګټې په کې نغښتي دي، د سيمې د هېوادونو او نورو هېوادونو، نو تر هغه چې په دې لوبه کې شريک ټول لوري همکاري ونه کړي، يو لاس نه شي، دغه ستونزه به پر خپل ځاى پاتې وي.”.jpg)
د ده د څرګندونو له مخې، هغه کسان چې دا ډول څرګندونې کوي، په کار ده چې لومړى د موضوع په ماهيت او ستونزو ځان خبر کړي او بيا قضاوت وکړي.
قاسميار وايي، د سولې شورا د دې لپاره جوړه شوه چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي، خو وسله والو مخالفينو په تاوتريخوالي سره ځواب ورکړ او د سولې شورا مشر برهان الدين رباني او نور کسان يې ووژل.
د ده په وينا، دوى ځکه ونه شو کړاى چې د طالبانو له پخواني مشر ملامحمد عمر سره خبرې وکړي چې طالبان د پولې ها غاړه دي او د سولې کيلي د پاکستان له استخباراتي ادارې ” اى اېس اى” سره ده.
دى په دې اړه چې د سولې په شورا کې ځيني په جګړو کې ښکېل کسان هم شته وايي: “چا چې جګړه کړې بايد سوله هم وکړي، زموږ د ټولنې سياسي او ټولنيز جوړښت همداسې دى. که زموږ جهادي مشران له هغې سولې سره چې نور يې کوي، هوکړه ونه کړي، سوله نه کېږي، د سولې په عالي شورا کې د هغوى شتون مهم دى، کولاى شي يوه ستونزه حل کړي.
دغه راز قاسميار په دې اړه چې د سولې له پروسې سره له يو ځاى شوو کسانو يو شمېر بېرته له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي، وايي کېداى شي کم شمېر کسان بېرته له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي وي؛ ځکه چې د سولې له پروسې سره ملګري شوي ډېر کسان خوښ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP