غزني ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٤): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې پنځه پاڅون کوونکي او څلور طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږى په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ګنډير سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې په پوسته کې د پاڅون کوونکو د قوماندان پاچا په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
ننګ زياته کړه چې د پاڅون کوونکو له لوري په ځوابي ډزو کې څلور طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د وژل شوو دوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.
دغه راز د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې په بريد کې ٧ پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د ګنډير سيمې اوسېدونکي عبدالله ګل پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى او ټوله پوسته يې له منځه وړې ده.
هغه زياته کړه چې سهار سيمې ته ملي پوليس او ملي اردو راغلل، سيمه يې کلا بنده کړې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
عبدالله ګل په ياده نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ د تېرې شپې په بريد کې اته پاڅون کوونکي وژلي دي.
دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي پژواک ته وويل چې د تېرو ١٤ کلونو په لړ کې تېره شپه د لومړي ځل لپاره وسله والو طالبانو د غزني په ناهور ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يواځې يو پوليس ټپي شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP