Language

د غزني په ده يک کې چاودنې شپږ ملکي وګړي ووژل

غزني ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د غزني د والي وياند محمد شفيق ننګ د وږي په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د ده يک ولسوالۍ په رباط سيمه کې پر زرنج موټرسايکل چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه مېرمنې، درى ماشومان او يو سړى وژل شوي او درى نور ماشومان ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((دغه موټرسايکل له ده يک ولسوالۍ غزني ښار ته په لاره و چې له چاودنې سره مخ شو.))

ننګ وايي چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى و.

د رباط سيمي يوه اوسېدونکي وحيدالله پژواک ته وويل: ((زرنج موټرسايکل ښځې او ماشومان سپاره کړي وو او ښار ته روان و چې يو ځل يوه قوي چاودنه وشوه، موږ چې ورغلو، ګورو چې دوه ښځې او درى ماشومان او يوه سړى وژل شوي او درى ماشومان ټپيان دي.))

هغه وايي چې ټپي ماشومان نږدې روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول.

دغه راز د  ده يک ولسوال کريم الله اميري هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې وژل شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.