کندوز(پژواک ١٠ وږى ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، چې يو وسله وال مخالف د خپلو ١٤ ملګرو له وژلو وروسته له دولت سره يو ځاى شوى دى.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو دوه ملګري چې له امنيتي ځواکونو سره په اړيکه کې و، پرون شپه شا وخوا ٢ بجې د امام صاحب ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې ١٤ وسله وال طالبان وژلي او له هغه وروسته يې ځانونه امنيتي پوستې ته تسليم کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د طالبانو مشهور سرګروپ ملا بازمحمد هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى او يادو دوه کسانو ١٤ بېلابېل ډول وسلې هم له ځانه سره راوړې او اوسمهال له امنيتي ځواکونو سره دي.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وويل، چې د عبداللطيف په نوم د طالبانو يو مهم کس پر يوه کور بريد کړى او دا کسان چې د هغه مېلمانه و، په ډزو سره وژلي دي.
قريشي زياته کړه، ياد کس د امام صاحب اصلي اوسېدونکى دى، له بريد وروسته د تخار ولايت له اوسېدونکي غلام حضرت سره د پېښې له سيمې يې تېښته کړې او د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې يې ځان پوليسو ته تسليم کړى دى.
هغه وويل، يادو دوه کسانو ويلي چې د وطندوستۍ حس د انګېزې په ترڅ کې له دولت سره يوځاى شوى او ژمنه يې کړې چې له دې وروسته به د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
دا لومړى ځل دى چې يو طالب د خپلو همکارانو له وژلو وروسته په کندوز کې له دولت سره يو ځاى کېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP