کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٤): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په سرېلانکا هېواد کې په يوه نړيواله امنيتي غونډه کې ويلي، چې د ترهګريزو ډلو غيردولتي بلل ناسمه خبره ده او د يوه بهرني دولت له ملاتړ پرته د يادو ډلو پراخه فعاليت امکان نه لري.
د پخواني ولسمشر دفتر ويلي چې کرزي دغه موضوع نن د سرېلانکا په پنځم کلني دفاعي سيمينار د پرانېستې په مراسمو کې چې د دغه هېواد په پلازمېنه کولومبو کې تر سره شول، څرګنده کړې ده.
حامد کرزي په دغه سيمينار کې چې د ډېرو هېوادونو دفاعي او امنيتي برخو چارواکو پکې ګډون درلود، د سريلانکا ولسمشر مايتريپالا سيريسنا له لوري د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړى و.
هغه وويل: " ترهګريزې ډلې نن د غيردولتي لوبغاړو په نوم ياديږي چې ترهګريزو ډلو او کسانو لپاره د دغې اصطلاح استعمال سهي نه دي."
کرزي زياته کړه: " امکان نه لري چې ترهګريزې او ويجاړونکې ډلې چې د نړيوالو د قتل او وژنې او دوى ته د مصيبتونو د رامنځته کولو لامل دي، له دولتي ملاتړ پرته په دومره پراخه کچه فعاليت وکړي، هرو مرو يې تر شا دولتي ملاتړ کوونکي شته دي."
د پخواني ولسمشر په باور، له دغو ډلو څخه د خلاصون او له هغو غميزو څخه د مخنيوي لپاره چې دوى يې په نړۍ کې رامنځته کوي، اړينه ده چې دولتونه د نړيوالو اړيکو په ډګر کې اخلاقي معيارونه وضع کړي او پر بنسټ يې عمل وکړي.
کرزي وويل: " که دغه کار ونشو نو له اوسني ناوړه وضعيت څخه د ژغورنې لپاره بله لار چې جنايتکارې او ترهګريزې ډلې يې رامنځته کړې، د نړۍ په کچه د قواو د توازن رامنځته کول دي او دا کار به د دې لامل شي، چې يو شمېر پياوړي او زورواکي هېوادونه ځانته اجازه ورنکړي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هرې وسيلې ګټه واخلي."
نوموړي ورته مهال د امريکا او متحدينو له لوري يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وويل: " د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له پيل ليدل کېږي چې پايله يې منفي وه او دغه پديده د کمزوري کېدو پر ځاى پياوړې شوې نو له دې امله که چېرې امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بريالۍ نه ده، اړينه ده چې د نړۍ د نورو پياوړو هېوادونو لکه چين، روسيه او هندوستان مرسته ځانته را جلب کړي، څو په پايله کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې کاميابه شي."
کرزي د يادې ناستې په څنډه کې د ياد هېواد له دفاع وزير او بحري ځواکونو له قوماندان سره هم خبرې اترې کړې دي.
login or register a new account.