Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“دولت دې زموږ ماشومان د تښتوونکو له منګولو وژغوري”

کندوز ښار (پژواک ١١ وږى ٩٤): کندوز کې له يوې اونۍ څخه په کمه موده کې د ناپېژاندو کسانو له لوري درې ماشومان تښتول شوي او د دوى خپلوان ګواښ کوي، که چېرې يې ماشومان ژر تر ژره ونه ژغورل شي، نو لاريون به وکړي.

دوى په دغه ولايت کې نن د يوې غونډې په ترڅ کې امنيتي ځواکونه ګرم وبلل او دوه ورځې وخت يې ورکړى، چې ماشومان يې بايد په هر صورت کې پيدا شي او خپلو کورنيو ته بايد وسپارل شي.

د روانې اونۍ په ترڅ کې، لس کلن طيب د محمد عثمان ميرزاد زوى چې د سپين غر تصدۍ کارکوونکى دى، پنځه کلن محمود د مولوي محمد يعقوب زوى چې د استيناف محکمې د وثايقو امر دى او اته کلن بهرام د عبدالمنان سنګي زوى چې د امام صاحب ولسوالۍ کارکوونکى دى، د کندوز په بېلابېلو ناحيو کې د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوي او تر اوسه پورې يې برخليک نه دى معلوم.

د طيب پلار وويل، کله يې چې زوى د کور له مخې تښتول شوى، نو د ماشوم مور د کوما په حالت کې ده او د کورنۍ ټولو غړو يې ډوډۍ نه ده خوړلې.

محمد عثمان ميرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عيني شاهدانو په وينا، يو موټر يې د زوى مخې ته ودرېد او يو ليک يې ورته ورکړى، چې هغه بوخت کړي او ناڅاپه نورو کسانو هغه  د موټر داخل ته اچولى او له ځانه سره يې وړى دى.

هغه زياته کړه، سړي تښتوونکو ورته پنځه ځلې ټېليفون کړى او دوه سوه زره ډالر يې ترې غوښتي دي.

د ماشوم يوه بل خپل شکېب الهام وويل، د ياد ماشوم پلار ګوزاره حال ژوند لري، خو هغه پيسې چې سړي تښتوونکو ترې غوښتې، هغه يې د ورکړې توان نه لري.

نوموړي د تېښتې د پېښو د ډېرېدو لامل؛ د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نه شتون وباله او ويې ويل: "ماشومان تر ډېره د پوستو او چک پاينټونو له نږدې سيمو څخه تښتول کېږي، خو د دوى د ځاى لپاره هېڅ هڅه نه کېږي."

اعتراض کوونکي ګواښ کوي، که غوښتنې يې ونه منل شي، نو واټونو ته به راووځي.

خو د کندوز والي محمد عمر ساپي وايي، هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې ياد ماشومان وژغوري.

هغه وويل، استخباراتي او کشفي برخې د سړي تښتوونکو د پټنځايونو په اړه سختې هڅې کوي، څو دغه ماشومان په سالمه توګه پيدا کړي او خپلو کورنيو ته يې وسپاري.

د کندوز والي زياته کړه، له دې پخوا هم سړي تښتوونکي نيول شوي او هر يو يې د اوږدې مودې په زندان محکوم شوى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.