غزني ښار (پژواک، ١١ وږی ۹۴): د غزني ولایت چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د قره باغ ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډې شوې دي.
د قره باغ ولسوالۍ د شادي خان کلا اوسېدونکي نورالرحمن د وږې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې له وېرې يې کډه د غزني ښار د شاغولو سيمې ته لېږدولې ده.
هغه وويل: ((هره ورځ جنګ، طالبانو به زموږ د کلي له منځه پر پوسته ډزې کولې او امنيتي ځواکونو به کلي ته ډزې راکولې، نو موږ مجبور شوو چې کډه را وکړو.))
دی وايي چې ماشومانو ته يې رواني ستونزې پیدا شوې وې او نور يې نه شو کولای چې په کلي کې د ډزو په منځ کې ژوند وکړي.
نورالرحمن وايي چې د سیمو خلکو څو ځلې وسله والو طالبانو ته ویلې وو چې له سیمې دې پر امنیتي ځواکونو ډزي نه کوي خو هغوى ورسره نه وه منلې.
د قره باغ ولسوالۍ د نصرت اباد سیمې اوسېدونکى مومن نوري وايي چې د اوس لپاره يې د ولسوالۍ بلې سيمې ته خپلو دوستانو کره پنا وړې ده خو په مناسب وخت کې به د غزني ښار ته خپله کورنۍ ولېږدوي.
د ده په وینا چې په سیمه کې يې لسګونه داخلې او بهرني مخالف وسله وال وو چې هره ورځ به يې له امنیتي ځواکونو سره نښته کېده او نه يې شواى کولاى چې له خپلو کوچنيو ماشومانو سره هلته ژوند وکړي.
دی وايې: ((کله به مو د کور په منځ کې هاوان ولګېد او کله به مو څاروي مړه شول نو هره ورځ به راباندې توره شپه وه، هیچا مو غږ نه اورېده نو مجبور شوو چې کډه وکړو.))
د غزني ښار د شاغولو سیمې اوسېدونکى سیف الله وايي: ((ځينو دوستانو مو له قره باغ ولسوالۍ څخه موږ کره د جګړې له وېرې پناه راوړې ده.))
هغه وايي: ((کوم دوستان چې موږ کره راغلي ماشومان يې ډېر ډار شوي دي، خوب نه ورځي او چې کله ويده شي نو په خوب کې هم ډارېږي او چغې وهي.))
ده وويل چې په قره باغ ولسوالۍ کې د ماما په کور کې يې د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، ماما او د هغه زوى ټپيان شوي وو او اوس يې نورې کورنۍ ته رواني ستونزې پيدا شوې دي.
د قره باغ ګڼې نورې کورنۍ هم د جګړې له وېرې د غزني ښار ته ګډه شوې دي.
login or register a new account.