غزني ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو کس وژلى او د شپږو ښځو په ګډون يې اووه کسان نور ټپيان کړي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د عبدالرحيم خېلو په سيمه کې پر يوه زرنج موټرسايکل چاودنه وشوه.
ده وويل چې په چاودنه کې يو سړى وژل شوى او شپږ ښځې او يو بل کس ټپيان شوي دي.
ولسوال وايي چې په ټپيانو کې د سړي روغتيايي حالت ښه نه و چې د درملنې په موخه کابل ته واستول شو.
د هغه په وينا، دغه ماين د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم ياده پېښه تاييد کړه خو ويې ويل چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او څلور ښځې او يو بل سړى ټپيان شوي دي.
د عبدالرحيم خېلو سيمې اوسېدونکي الله محمد پژواک ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار لس بجې وشوه.
هغه وايي چې دغه کسان له عبدالرحيم خېلو غولي سيمې ته روان پر لاره وو چې چاودنه پرې وشوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د غزني په ده يک ولسوالۍ کې پر زرنج موټرسايکل چاودنه وشوه چې له امله يې شپږ ملکي کسان ووژل شول او درى نور ټپيان شول.
login or register a new account.