Language

د پکتيکا د کرنې مسلکي لېسې ته ودانۍ جوړه شوه

ښرنه (پژواک، ١١ وږى ٩٣): په پکتيکا ولايت کې  د لومړي ځل لپاره د څه د باندې ١٧ ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې رياست اړوند د کرنې مسلکي لېسې ته ودانۍ جوړه شوه.

تر دې وړاندې د کرنې مسلکي لېسې ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو يې د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کولې.

د يادې لېسې د پرانيستې په غونډه کې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول ودانه شوې ده.

د هغه په وينا، د دې ودانۍ لګښت د ماليې وزارت له لوري ورکول شوى دى.

د ځاځي په خبره، دغه ودانۍ ١٦ درسي خونې لري چې په يو وخت کې شپږ سوه زده کوونکي کولاى شي زده کړې په کې وکړي.

د پکتيکا د تخنيکي او مسلکي زده کړو برخې امر انجنير شيراحمد اندړ وويل چې تر دې وړاندې د کرنې لېسې ودانۍ نه درلوده او زده کوونکي له ښاره ٧ کيلومتره لرې د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کولې.

هغه وايې، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به له يوې خوا د زده کوونکو په شمېر کې زيات والی راشي او له بل پلوه به يې د زده کړو بهير ګړندى شي.

د کرنې لېسې زده کوونکي غلام اکبر پژواک ته وويل: ((زه ډېر خوشحاله يم  چې دغه ودانۍ جوړه شوه، پخوا به موږ ډېر په سخته له ښاره لرې درس لپاره تلو.))

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د يادې لېسې ټولې اړتياوي پوره کړه.

په پکتيکا کې دمګړۍ ٣٦٠ بابه ښوونځي شته چې له دې شمېر څخه ١٣٠ يې ودانۍ نه لري.

په يادو ښوونځيو کې ١٧٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې شاوخوا دېرش زره يې نجونې دي.

 

login or register a new account.

Related Topics