Language

لغمان: په ترافيکي پېښه کې اته کسان ټپيان شول

مهترلام (پژواک، ۱۱ وږی ٩٤): چارواکي وايي چې په  لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د مرکز مهترلارم ښار يوه اوسېدونکي دادالله د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د ولايت د مرکز د عصمت په څلورلاري کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو ټوډي کرولا موټر د ډېر سرعت له امله له سړکه ووت او  پر خلکو وخوت.

د نوموړي په خبره چې په دې پېښه کې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د ملکي روغتون رييس ډاکتر عطاءالله نيازي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته اته ټپيان ور وړل شوي چې درى په کې ماشومان دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.