Language

لوګر کې چاودنې د عامه نظم پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

پل علم (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د عامه نظم دوه پوليس وژلي او درى نور يې ټپيان کړي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درى بجې د ازرې په ولسوالۍ کې د عام نظم د ګزمې پر موټر چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د عامه نظم دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د صالح په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالات هم نازک و او درملنې په موخه روغتون ته لېږدل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه چاودنه د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د عامه نظم د ګزمې پر موټر شوې ده.

ورا وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شو و.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics