کابل (پژواک ١٢ وږى ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون له کړنو د ستاينې ترڅنګ له دغه کميسيون څخه وغوښتل، چې د ولسي جرګې ټاکنو د تر سره کولو د نېټې په اړه هم خپل وړانديز وړاندې کړي.
د ولسمشرۍ رياست مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه موضوع د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون له غړو سره د کتنې پر مهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څرګنده کړې ده.
د يادې ناستې په پيل کې، چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله هم په کې ګډون درلود، د دغه کميسيون غړو د ياد کميسيون د کاري اجرااتو او کار په اړه خبرې وکړې او ولسمشر ته يې خپل وړانديز وړاندې کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني وويل، د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون غړي په دې توانېدلي، څو په محدوده موده کې مهمو موضوعاتو ته لاسرسى وکړي او د کميسيون د کړنو په اړه خپل ځانګړي وړانديزونه وړاندې کړي.
ولسمشر زياته کړه: "د ټاکنيزو اصلاحاتو کار او جديت په حقيقت کې په افغانستان کې ډيموکراټيکه لړۍ پياوړې کړې او په دې اړه يې د وروستيو اجرااتو په اړه باور زياتوي."
د ولسمشر په وينا، دغه کميسيون له محدودې مودې سره-سره، خپل کار په پوره خپلواکۍ او بې پلوۍ تر سره کړى دى.
اشرف غني زياته کړه، کمېسيون په خپلو کړنو کې د خلکو غوښتنې په پام کې نيولې دي او خپل تصميمونه د واقعيتونو پر بنسټ په بې پرې ډول او واقعي نظر تر لاس لاندې نيسي.
د دولت مشر زياته کړه: "کمېسيون دې لومړي سر کې د ولسي جرګې ټاکنو د تر سره کولو نېټه وړاندې کړي او د ټاکنو پر بهير د خلکو د باور تر لاسه کولو لپاره دې هڅې وکړي، څو په دې برخه کې له خلکو سره شته پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي."
د دې ناستې بله برخه کې د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وويل، په دې برخه د ټاکنيزو اصلاحاتو له کمېسيون سره بحث ته دوام ورکوي، څو په دې برخه کې کوم وړانديزونه چې شوي دي، په منظم او ترتيب شوې بڼه له ټولو جزئياتو سره چمتو شي او د تطبيق په برخه کې يې عملي ګامونه پورته شي.
په دې لېدنه کې د ملګرو ملتونو سازمان (يوناما) استازي تاداميچي ياماموتو د افغانستان لپاره د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون کاري بهير مهم بللى او ويې ويل، د کمېسيون د کاري اجرااتو تطبيقول کولى شي په افغانستان کې پر ديموکراسۍ د خلکو باور زيات کړي.
هغه له دې بهير څخه د خوښي څرګندولو تر څنګ زياته کړه، ملګري ملتونه د دې کمېسيون په کاري بهير کې د سياسي بحثونو په برخه کې د پايلو ارزولو شاهد و.
login or register a new account.