غزني ښار(پژواک،١٥وږى٩٤): د غزني او کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغو ولايتونو کې نږدې دوه سوه وسله وال او ورانکاري نيولي شوي دي.
د غزني ولايت د ملي امنيت مشر علي احمد مبارز د وږي په ١٥مه په غزنې ښار کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې د ملي امنيت موظفينو په تېرو دوه مياشتو کې ١٩٠ تنه وسله وال او ورانکاري له غزني ښار او ولسواليو څخه نيولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو د دولتي کارمندانو په وژنه، په تښتونو، وسله والو بريدونو او نورو ورانکاريو کې لاس درلود.
ده وويل چې يادو کسانو د لومړنيو تحقيقاتو پرمهال په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
د مبارز په وينا، د يادو کسانو په نيول کيدو سره د غزني ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې هم د پخوا په پرتله امنيتي حالات ښه شوي دي.
هغه زياته کړه : (( وسله وال طالبان به هيڅکله خپلو موخو ته ونه رسيږي او نه هم د مخامخ جنګ توان لري،دا کسان غولول شوي او د پرديو په خوله خپل هېواد ورانوي.))
د غزني پخواني والي موسی خان اکبرزاده هم تېره ورځ ويلي و چې په تېرو څو مياشتو کې وسله والو طالبانو ډيرې هڅې وکړې چې د غزني ولايت ګيرو، ګيلان او قره باغ ولسوالۍ ونيسي خو پلانونه يې ناکامه شول.
د غزني ښار يو اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل چې د ملي امنيت له لوري دداسې کسانو نيول کېدل په هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره ډيره مرسته کوي.
هغه زياتوي : (( دې کسانو ته بايد سخته سزا ورکړي ترڅو نورو ته عبرت شي.))
ده وويل چې د امنيتي ځواکونو له لوري وسله وال مخالفين او نور ورانکاري نيول کيږي خو په دولتي چوکاټ کې د اداري فساد له امله بېرته خوشې کيږي.
دغه راز په کندهار ولايت کې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ولايت کې د ملي امنيت موظفينو څلور تنه وسله وال مخالفين نيولي دي.
د خبرپاڼې له مخې په نيولو شويو کسانو کې نقيب الله او حبيب الله يې د کندهار ولايت او نعمت الله او قدرت الله يې د زابل ولايت اصلي اوسېدونکي دي.
login or register a new account.