Language

حکيمي: د “لوړ پوړو چارواکو ناستې” د ژمنو د پلي کولو پر ميکانېزم کار کوو

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٤): افغان حکومت په داسې حال کې د ژمنو په اړه د "لوړپوړو چارواکو د ناستو" د عملي کولو پر ميکانېزم له کار خبر ورکوي، چې ملګرو ملتونو له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او له يو شمېر وزيرانو سره په ګډه خبري ناسته کې چې په کابل کې تر سره شوه، وويل چې د ملي يووالي حکومت د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د رامنځته شويو ژمنو د پلي کولو په موخه په داسې ميکانېزم کار کوي، چې عملي بڼه ولري.

نوموړي، د "لوړپوړو چارواکو ناستې" په بريالۍ بللو سره زياته کړه، په دغه ناسته کې، هغه ژمنې چې افغان حکومت له خلکو او نړيوالې ټولنې سره کړې وې، د ګډونوالو له لوري مثبته وارزول شوې.

د لوړپوړو چارواکو ناسته (SOM) د افغان ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې د کابينې د ټولو وزيرانو او له ٥٢ څخه د زياتو هېوادونو او نړيوال سازمان استازو په کې ګډون درلود، د افغانستان لپاره د ٢٠١٤ زېږديز کال لندن ناستې په تعقيب د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې تر سره شوه.

حکيمي وويل، په دغه ناسته کې ګډونوالو د خپلو مرستو د دوام ترڅنګ ژمنه وکړه، چې راتلونکى کال د بلجيم مرکز په بروکسل کې د ملګرو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او پراختيايي غونډه کې به له افغانستان سره د راتلونکو کلونو لپاره مالي ژمنې تر سره شي.

هغه دغه راز څرګنده کړه چې د بلجيم له ناستې به دوه مياشتې وړاندې، د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو په ګډون د ځينو هېوادونو د مشرانو او د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته له افغان  امنيتي ځواکونو سره د مرستو د دوام لپاره تر سره شي.

د ماليې وزير په وينا، د لوړپوړو چارواکو په ناسته کې د لندن له ناستې وروسته د افغان حکومت د کړنو، مالي ثبات، بې وزلۍ ختمولو، روزګار موندنې، فرصتونو، د پانګونې لپاره د ننګونو، د بهرنۍ پانګې راجلبول، بانکوالۍ، د مرستو اغېزمنتيا، د زېربناوو پراختيا، په ټاکنو کې اصلاحات، له اداري فساد سره مبارزه، د بشر او ښځو له حقونو ملاتړ، غوره حکومتوالۍ او د نورو مسايلو په اړه ژمنه وشوه.

د ماليې وزير اکليل حکيمي زياته کړه: "د دوه اړخيزو ژمنو تطبيق لپاره د يوه ميکانېزم هوکړې ته ورسېدو او هغه په يوه پلي کېدونکي پلان او منظم چوکاټ کې چې په کومه مياشت، کوم اجراات، بايد کوم وزارت تر سره کړي، کار کوو."

نوموړي زياته کړه، د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د تر سره شويو ژمنو د پلان لومړۍ مسوده، کابينې ته وړاندې کېږي، څو په دې برخه کې عملي کار پيل شي.

هغه وويل، له سبا وروسته به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د کابينې وزيران او واليان هره ورځ د رسنيو په مخ کې حاضر شي او خپل کاري پروګرامونه به وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاس هيسم (Nicholas Haysom)، د لوړ پوړو چارواکو ناستې د مثبت بللو ترڅنګ له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.