ښرنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د پکتيکا د وازې خوا، وړممۍ، تروې او جاني خېلو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې حکومت بايد هر څومره ژر بېرته د ګواشتې سيمه له طالبانو ونيسي کنه دغه ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.
د ګواشتې دښته د وازې خوا او جاني خېلو ولسواليو تر منځ پرته سيمه ده چې تر درې ورځنۍ جګړې وروسته تېره ورځ وسله والو طالبانو نيولې ده.
د يادو ولسواليو د اوسېدونکو استازي کابل ته ورغلي تر څو د ګواشتې په اړه له حکومتي مشرانو سره خبرې وکړي.
د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکي محمدجان کابل ته د ورغلو کسانو په استازيتوب پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د وړممې، وازېخوا، جاني خېلو او تروې ولسواليو لارې له ګواشتې دښتې څخه تېرې شوې دي او دغه سيمه اوس طالبانو نيولې ده.))
هغه وايي که امنيتي ځواکونه هر څه ژر بېرته دغه سيمه له طالبانو ونه نيسي امکان لري چې يادې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.
ده زياته کړه: ((د دې ولسواليو اوسېدونکي ټول له دولت سره دندې لري، او لسګونه تنه يې د پوليسو په ليکو کې وژل شوي دي نو که طالبان دا ولسوالۍ ونيسي خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي.))
دغه راز د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي ولي ګل پژواک ته وويل چې د دې ولسواليو په استازيتوب ځيني کسان کابل ته تللي تر څو له حکومتي مشرانو سره د ګواشتې په اړه خبرې وکړي.
نوموړى وايي: ((که دولت د يادې سيمې امنيت خوندي کول غواړي بايد د دې سيمې قوماندانانو او عسکرو ته دنده ورکړل شي؛ ځکه هغوی په سيمه کې بلد دي او وسله وال طالبان په اسانۍ سره تري فعاليت نه شي کولای.))
دغه راز د وازې خوا پخواني ولسوال نواب خان پژواک ته وويل چې د تېرې پنجشنبې په ورځ طالبانو د ګواشتې په سيمې بريدونه پيل کړل.
د هغه په خبره، چې په دې سيمه کې دريو پوستو شتون درلوده چې ١٦ساعته يې له وسله والو طالبانو سره مقاومت وکړ.
ده وويل چې په دې مهال يادو پوستو ته مرستې ونه رسېدى نو ځکه دغه سيمه کې طالبانو ونيوله.
نواب خان زياته کړه چې د يادو ټولو ولسواليو ځوانان چمتو دي چې د ملي ځواکونو په ليکه کې دندې ترسره کړي.
login or register a new account.