Language

غزني کې ١٢ وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ١٢  مخالفو وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده يک ولسوال کريم الله اميري د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو نن له غرمې وروسته د ولسوالۍ د رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې د پوليسو او وسله والو تر منځ تر دې دمه پورې په نښته کې درى پوليس وژل شوي او درى نور ژوبل دي.

د ولسوال په وينا، دغه راز په دې نښته کې درى  مخالف وسله وال  هم وژل شوي او تر څلورو زيات ژوبل شوي دي.

د هدايت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې دا نښته غرمه ١٢ بجې پيل شوې او تر مازديګره يې دوام درلود.

 د نوموړي په وينا، په نښته کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو د جګړې ښکېلو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics