Language

لوګر کې امنيتي سرتېرو، طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ۱۶ وږی ۹۴): د لوګر امنيتي چاوراکي وايي چې په محمداغې ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د اويا طالبانو په ګډون څلور د ملي اردو سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو له تېرو دريو ورځو راهيسي د دغه ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په عملياتو کې تر اوسه ٧٠ طالبان، څلور د ملي اردو سرتېري او څلور عام وګړي وژل شوي دي.

ده وويل چې په وژل شوو عامو وګړو کې يوه ښځه هم شامله ده او د ملي اردو ١٤ سرتېري هم ټپيان شوي دي.

ورا زياته کړه: ((روان چاڼیز عملیات په ډېره ښه توګه پر مخ روان دي او دښمن ته مو درانه د سر او مال زیانونه اړولي دي، لسګونه میله سپکه او درنه وسله، چاودېدونکي توکي او ريموت کنټرول ماینونه د افغان امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.))

هغه وايي چې د عملياتو ډېره برخه د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې ترسره شوې او اوس هم د دې سيمې په کوڅو کې د طالبانو جسدونه پراته دي.

دغه راز د محمداغې ولسوال سید نعیم سلطان هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راپه دېخوا په دې ولسوالۍ کې عمليات روان دي.

هغه وايي چې د عملياتو پر مهال په دې سيمه کې د طالبانو مشهور قوماندان قاري برهان هم وژل شوى دى.

ده زياته کړه چې قاري برهان د عامو او دولتي خلکو په وژنه او نورو وسله والو فعاليتونو کې لاس درلود.

د يادو عملياتو په اړه د زرغون ښار اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل: ((سلګونه عسکر او ټانکونه زموږ کلي ته راغلي او دلته له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او خلک له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.))

هغه وايي چې په عملياتو کې تر لسو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او خلک د جګړې له وېرې د خپلو مړو خښولو ته هم وخت نه پيدا کوي.

د محمداغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې د عملياتو پر مهال ډېره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.