کلات (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې پنځه پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
دا پېښه د وږي په ١٦مه سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ د کجيرخېلو په سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ورک دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې د پلټنې لپاره يې يادې سيمې ته يو پلاوى لېږلى، څو د پوليسو د وژل کېدو څرنګوالى معلوم کړي.
خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ورک دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېر ګومان کېږي چې نادرک شوو پوليسو د خپلو ملګرو په وژلو کې لاس درلود او له وسلو سره تښتېدلي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په سوېلي ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د پوليسو د مرموزو وژنو پېښې زياتې شوې دي.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې يواځې په هلمند ولايت کې په دې ډول وژنو کې تر ١٥ ډېر پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP