غزني ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښه کې درې سيمه ييز پوليس او شل طالبان وژل شوي دي.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په رباط سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د هغه په وينا، نښتې د تېرې شپې تر اتو بجو پورې دوام درلود چې په ترڅ کې يې درې سيمه ييز پوليس او شل طالبان وژل شوي، درې سيمه ييز پوليس او ١٨ طالبان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((شاوخوا درې سوه طالبانو حمله کړې وه خو ملي پوليس او ملي اردو له سيمه ييزو پوليسو سره مرسته وکړه او طالبان يې پر شا وتمبول.))
ده وويل چې وسله والو طالبانو پلان درلود ترڅو د پوستو تر نيولو وروسته د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه وکړي خو له ماتې سره مخ شول او د يو شمېر طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.
ولسوال وايي چې په دغه بريد کې عامو خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
خو د رباط سيمې اوسېدونکي حضرت محمد پژواک ته وويل چې تېره ورځ يوه بجه په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه او د شپې تر ناوخته يې ادامه درلوده.
هغه زياته کړه: ((طالبان چې کله سیمې ته را ورسېدل نو عامو خلکو ته یې وویل چې له کورونو مه راوځئ موږ جنګ کوو.))
هغه وايي چې په دې نښته کې يو عام کس وژل شوى او د يوې ښځې په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د ملي اردو یوه سرتېري محمد انور چې په جګړه يې برخه اخيستې وه پژواک ته وويل: ((سلګونو وسله والو بريد کړى و خو له ماتې سره مو مخ کړل.))
محمد انور د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې نښته کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
login or register a new account.