Language

يوه ناوې د واده په ورځ خپل خاوند وژلې

تالقان- ترينکوټ (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې يوه ناوې د واده په ورځ د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوې نجلۍ فرېبا نومېده او تېره ورځ غرمه مهال واده شوې وه.

هغه زياته کړه چې د واده په ورځ ماښام مهال د خپل خاوند له لوري خپل کور ته تر وړل کېدو وروسته د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوې ده.

تيمور وايي، دا پېښه د فرخار ولسوالۍ په دهن زره سيمه کې رامنځته شوې ده او د پېښې عامل له سيمې تښتېدلى دى.

خو هغه وويل چې د قاتل د نيولو او د پېښې د څرنګوالي په موخه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

د والي وياند د پېښې لامل کورنۍ تاوتريخوالی بولي خو د فرخار يوه اوسېدونکي ميرويس پژواک ته وويل چې دغه واده د نجلۍ له خوښې پرته شوی و.

ده زياته کړه: ((دا نجلۍ په زوره ورکړل شوې وه، کله چې ناوې د زوم کورته بيول شوې، سمدلاسه د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوې، نجلۍ له بل هلک سره واده کول غوښتل.))

د تخار د ښځو چارو رييسه رزم ارا حواش د پېښې پخلی کوي او لامل يې هم کورنى تاوتريخوالی بولي.

هغې د دې پېښې د غندلو تر څنګ له پوليسو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي، عامل يې ونيسي او د قانون منګلو ته يې  دې ورسپاري.

د تخار د ښځو چارو رياست د شمېرو له مخې په روان کال کې په دې اداره کې د ښځو پر وړاندې د مبارزې ۲۵۰ پېښې ثبت شوې چې دوه د وژلو پېښې دي.

د يو بل خبر له مخې،  په اروزګان ولايت کې يوه هلک خپله مور د هغې له ارتباطي کس سره وژلې ده.

د اروزګان د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حاجي عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په کونج سيمه کې رامنځته شوې ده.

login or register a new account.