Language

په کابل کې چاودنې يو پوليس ټپي کړى

 کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): څو شېبې وړاندې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند پښتونستان واټ سيمه کې د مقناطيسي ماين چاودنه رامنځ ته شوه.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه چاودنه زيان لري.

 وحيد چې د پېښې ځاى ته څېرمه د برېښنايي وسايلو هټۍ لري پژواک ته وويل  چې له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه  او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دغه تن د يادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او پړه يې هم چا پر غاړه نه ده اخيستې.

نور جزئيات له پژواک څخه تعقيب کړى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.