مزارشريف (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د افغانستان د کسبګرو ملي ټولنې مسوولين وايي، لا هم کسبګر د حکومت د نه پاملرنې له امله د کورنيو توليداتو د پرمختګ او عامېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۱۹مه د کسبګرو او کروندګرو تر منځ د اړيکو د ټينګښت په موخه غونډه جوړه شوې وه.
د يادې غونډې په څنډه کې د افغانستان د کسبګرو ملي ټولنې مشر محمد اعظم سپاهي چې له کابله يې په ياده غونډه کې برخه اخيسته وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی هڅه کوي چې د کسبګرو او کروندګرو تر منځ د اړيکو د ټينګښت له لارې کورنيو توليداتو ته وده ورکړي.
نوموړي زياته کړه، همدا دوه اړخونه په هېواد کې د کورنيو توليداتو د ودې له لارې ملي اقتصاد ته وده ورکولی شي.
خو د هغه په وينا، لا هم کسبګر او کروندګر د خپلو چارو په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، حکومت بايد ورته پام وکړي.
سپاهي وويل، د بهرنيو توليداتو له امله، د کورنيو توليداتو سوړ بازار او کسبګرو ته د سوداګرۍ د ودې په موخه د وړو پورونو نشتوالي ستونزې راولاړې کړې دي.
همداراز کروندګر هم د کرنيزو حاصلاتو د لا پراختيا په برخه کې له تخنيکي او علمي پلوه د حکومت ملتيا ته اړتيا لري، چې کم رنګه ده.
د هغه په خبره، سربېره پر دې چې کورني توليدات ښه کيفيت لري خو د بهرنيو توليداتو پر وړاندې چې له خراب کيفيت سربېره د کمې بيې له امله کورنيو توليداتو ته لاره نه ورکوي.
د بلخ ولايت يوه بڼوال او کروندګر نصرالله قاضي زاده پژواک ته وويل، حکومت ورسره د کرنيزو محصولاتو د پراختيا په برخه کې لازمې مرستې نه کوي.
نوموړي زياته کړه، په بلخ ولايت کې داسې بزګر شته چې د کرنې وزارت په نامه څه نه پېژني.
د ده په وينا، کروندګر په بېلابېلو وختونو کې له ډول ډول ستونزو سره مخ وي، کله اوبه کمې وي، کله کيمياوي سره نه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.