Language

د محمداغې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان په کابل کې ووژل شو

پل علم (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان په کابل کې وژل شوى دى.

د محمداغې امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحميزي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام مهال د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د باغ عليمردان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د محمداغې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شاه اغا د کابل ښار په ياده سيمه کې پلى روان و چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې، هغه يې وژلى او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.

د عبدالرحيمزي په وينا، وسله والو طالبانو څو ځلې هغه ته د مرګ ګواښونه کړي وو او کېداى شي هغه د طالبانو له خوا وژل شوى وي.

د کابل پوليسو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.