Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې د سيرت نبي سيالۍ ترسره شوې

کلات (پژواک، ٢٠وږى ٩٤) : د زابل په مرکز کلات کې د حضرت محمد (ص) د سيرت په اړه سيالۍ ترسره شوې چې په کې سلګونو تنو برخه اخيستې وه .
دغه پروګرام چې نن (وږي په ٢٠مه ) د کلات ښار په مرکزي جامع جومات کې د جمعيت اصلاح له لوري جوړ شوى و، د مسوولينو په خبره چې موخه يې د اذهانو روښانه کول دي.

په زابل کې د جمعيت اصلاح يو تن مسوول محمد نسيم سمسور پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروګرام د جمعيت اصلاح د ځوانانو د څانګې نجم له لوري جوړ شوى.

 هغه زياته کړه ، په دغه سيالۍ کې 360 تنو برخه درلوده چې 300يې امتحان ته حاضر شوي وو.

 سمسور وويل چې د امتحان موخه د اسلام د ستر پيغمبر د ژوند د بيلابيلو اړخونو په اړه د مسلمانانو د معلوماتو زياتوالى دى او غوره کسانو ته به ډالۍ هم ورکړل شي.

د امتحان يو شمير ګډونوال وايي چې دا ډول پروګرامونه د ځوانانو لپاره ضروري دي.

 ددغه پروګرام يوه ګډونوال زيارمل شينواري وويل چې د سيرت نبي سيالۍ مسلمانانو ته ذهني سګون وربښي او دا ډول سيالۍ د سيرت په اړه معلومات زياتوي.

 د امتحان يوبل ګډونوال زبير وايي ، په امتحان کې يې په دې موخه ګډون کړى چې اسلامي معلومات زيات کړي.

هغه زياته کړه چې بايد دا ډول پروګرامونه نور هم جوړ شي.

 دا لومړى ځل دى چې په زابل کې د حضرت محمد (ص) د سيرت په اړه سيالۍ جوړيږي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.