Language

د ترافيکي پېښې له امله يوتن مړ او ٢٥نور ټپيان شول

غزني (پژواک،٢٠وږى ٩٤) : دکابل- کندهار پر لويه لاره د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله يوتن مړ او ۲۴ نور ټپيان شول .

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي پژواک اژانس ته وويل ، يو ۳۰۳ ډوله موټر چې له کابله کندهار ته پر لاره وو د غزني د اب بند ولسوالۍ دسپين بند په سيمه کې له ټېلر موټر سره جنګېدلى دى .

هغه وايي چې په پېښه کې د۳۰۳  موټر چلوونکی مړ  شوى او په ياد موټر کې ۲۵ تنه ټپيان شوي چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د غزني  د ترافيکو مدير محمد الله احمدي هم د يادې پېښې پخلى کوي .

نوموړى وايي چې دا پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ده په وينا، چې ټپيان دلين د موټرچلوونکو او خپلو کورنيو له لوري نورو روغتونونو ته لېږل  شوي او د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه  معلومات نه لري.

د غزني د ولايتي روغتون رييس باز محمد همت وايي چې له پېښې خبر ده، خو تراوسه ورته کوم ټپي نه ده راوړل شوى. د سيمې يو اوسېدونکی رحيم الله وايي چې د پېښې ځاى ته هېڅ دولتي کسان نه دي ورغلي او ټپيان د خلکو له لوري ولېږدول شول .

د يادونې ده چې د کابل –کندهار پرلويه لار له دې مخکې هم ورته  خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته شوي .

سيف الله مفتون

ايډيټ : حکيم بشارت

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.