Language

چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني (پژواک ،٢٠وږى ٩٤) : د غزني ښار په يوه اړونده سيمه کې د يوې چاودنې له امه پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته .

 د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي وايي چې دغه چادونه نن سهار رامنځته شوې ده .

هغه وويل چې ياده چاودنه د غزني ښار اړوند دقلعه جوز په سيمه کې د پوليسو په رېنجر موټر شوې ده .

دده په خبره ، چې په ياد پېښه کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو هغه د ټپي پوليسو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل .

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغې پېښې مسووليت منلى دى .

هغه پژواک ته وويل چې نن  يې د ملې امنيت او پوليسو په موټر چاودنه کړې چې ۵ تنه يې وژلي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم په غزني کې د چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي و .

 

 

login or register a new account.