کابل ( پژواک،٢١ وږي ٩٤): افغاني سره مياشت ټولنه وايي چې د هندوستان له لوري د پنځو ميليونو ډالرو په مرسته ټاکل شوې ده چې په پنځو راتلونکو کلونو کې د زړه په ناروغۍ د اخته ٤٠٠٠ ماشومانو درملنه وشي.
د پنځو ميليونو ډالرو مرستې تړون نن د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشرې او په کابل کې د هندوستان سفير تر منځ لاسليک شو.
د دې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني د دغه تړون له لاسليک وروسته وويل چې د زړه سوري ناروغۍ نه يواځې په افغانستان کې په يوه ستونزه بدله شوې، بلکې ډېرى اسيايي هېوادونه پرې اخته دي.
نوموړې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې د هندوستان له مرستې مننه وکړه.
مېرمن ګيلاني د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې په برخه کې د دولت له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل چې نه يواځې د هندوستان مرسته يې ترلاسه کړه، بلکې روان کال کې يې د بيت الله شريف هر زيارت کوونکى وهڅاوه څو له دغه صندوق سره زر افغانۍ مرسته وکړي.
نوموړې د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په هندوستان کې د زړه سوري په ناروغۍ اخته يو ماشوم درملنه ٣٠٠٠ امريکايي ډالر لګښت ته اړتيا لري زياته يې کړه؛ چې ځينو پېچلو حالتونو کې له ٤ تر ١٢ زرو ډالرو لګښت ته اړتيا شته، په دې صورت کې له څه باندې دريو زرو ډالرو څخه زيات لګښت افغاني سره مياشت ټولنه ورکوي.
ګيلاني زياته کړه: "دا اضافي لګښت به د حج ادا کوونکو له مرستې څخه ورکړو."
د دې تر څنګ، سرچينې له کام اير او الکوزي شرکتونو څخه چې د الوتکو د ټکټونو په برخه کې د ماشومانو لېږد او رالېږد لپاره مرسته کړې مننه وکړه.
کابل کې د هندوستان سفير امرسنها د خوښۍ په څرګندولو سره چې هېواد يې توانېدلى له افغان ماشومانو سره مرسته وکړي، وويل چې د زړه ډاکټرانو لپاره په افغانستان کې روزنيز پروګرامونه په پام کې نيول شوي، څو افغانستان کې د زړه سوري ناروغۍ اسانه ناروغۍ د فرانسويانو روغتون کې تداوي شي.
د هندوستان پنځه ميليونو ډالرو مرستې سره، داسې حال کې د زړه په ناروغۍ اخته زرګونو ماشومانو لپاره د درملنې موکه برابره شوې ده چې د دې ادارې په وينا، د زړه په ناروغۍ اخته ډېرى ماشومان د هلمند، خوست، ننګرهار او بدخشان ولايتونو اوسېدونکي دي.
د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې پروګرام څلور کاله وړاندې پيل شوى چې په دې موده کې څه باندې ٨ زره ماشومان ثبت شوي دي چې نږدې ٤ زره يې تداوي شوي او پاتې ٤ زره يې د درملنې په تمه دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP