Language

غزني کې هم په تذکره کې د افغان او اسلام کلمو په ننګه لاريون وشو

غزني ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۴): د غزني ولايت سلګونو اوسېدونکو هم د يوه لاريون په ترڅ کې په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمو پر ليکلو ټينګار وکړ.

تر دې وړاندې په تذکره کې د افغان او اسلام کلمو د ليکلو په ننګه په کابل، ننګرهار، کونړ، بلخ، پکتيا او ځينو نورو ولايتونو کې لاريونونه شوي دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ملي شورا له لوري تصويب شوه او له هغه وروسته بيا د ولسمشر له لوري توشېح شوه، خو د ملي شورا، مدني بنسټونو او ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د ليکلو چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، غوښتنه کړې ده.

خو يو شمېر کسانو ويل چې پر تذکرو باندې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت وليکل شي او دا کلمه څرګندوي چې دا تذکره د يوه افغان ده.

د تذکرو د وېش لړۍ تر اوسه پورې نه ده پيل شوې

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار سلګونو اوسېدونکو، د مدنې ټولنو غړو او قومي مشرانو په پرېښنايي تذکره کې د افغان او اسلام کلمو د ليکلو په ننګه د وږي په ٢٢مه لاريون وکړ.

لاريون کوونکو مرګ په هغه افغان چې له دې کلمو سره مخالفت کوي، مرګ په هېواد پلورونکو، مرګ په اسلام او افغان پلورونکو، مرګ په پاکستان او مرګ د پاکستان او ایران په پلویانو شعارونه ورکول.

په غزني کې د ژوند ټولنې مشر او د لاریون سمبالوونکي نقیب الله خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تذکره کې بايد د افغان او اسلام کلمې وليکل شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې ولسمشر په دې اړه باندې جدې ګام وانه خلې او هغه کسان چې غواړې هېواد تجزيه کړي، هغه ګاونډي هېوادونه چې غواړي په افغانستان کې قومونه سره اخته کړي، د هغو مخه ونه ونیسې، نو دا کار به د افغانانو غوسه را وپاروي او د سر په قيمت به وجنګېږي تر څو په تذکره کې د افغان او اسلام کلمې وليکل شي.))

د لاریون یو بل ګډونوال عبدالرحيم هم ټينګار وکړ چې په تذکره کې بايد د افغان او اسلام کلمې وليکل شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د ملي وحدت حکومت په دې اړه پوره غور ونه کړي نو موږ به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو او تر هغه به په غزني کې د کندهار- کابل لويه لاره وتړو تر څو چې مو غوښتنې ومنل شي.))

هغه وويل چې حکومت بايد د تذکرو په برخه کې خلکو ته روښانه وضاحت ورکړي تر څو خلک له ستونزو خلاص شي.

login or register a new account.

Related Topics