غزني ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۹۳): وسله والو طالبانو د غزني ولایت پر زندان ډله ییز برید کړی چې په پایله کې یې ۴۳۶ بندیان خوشي شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر اسدالله انصافي د وږي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره شپه پر زندان برید وکړ.
هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د بندیانو د تښتېدلو په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د غزني د ځارنوالۍ رییس عبدالرشید عابد پژواک اژانس ته وویل چې د طالبانو په دغه برید کې څلور پولیس وژل شوي او۶ نور ټپيان دي.
دی وایي چې تر برید وروسته له زندانه ټول ۴۳۶ بندیان تښتېدلي چې په کې سیاسي او جنایي بندیان شامل وو.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې لسو ځانمرګو بریدګرو د شپې پر زندان برید وکړ او تر جګړې وروسته یې ۴۰۰ بندیان ازاد کړي دي.
هغه وایي چې په دغه برید کې درى ځانمرګي وژل شوي او اووه نور یې بېرته خپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د غزني زندان د ښار سوېل لور ته په دوه کیلومترۍ کې د ده خدایداد په سیمه کې موقعیت لري.
login or register a new account.