مزارشريف (پژواک، ٢٣ وږى ۹۴): د مزارشريف اوسېدونکي د دغه ولايت په برېښنا شرکت تور لګوي، چې د سوداګريز شرکت په څېر ورسره چلند کوي، خو د شرکت مسوولين د دې شرکت د له منځه تلو ګواښ کوي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۲۳مه، د دغه ښار اوسېدونکو د برېښنايي اسانتياوو په تړاو په ولايتي شورا کې د برېښنا شرکت د مسوولينو پر وړاندې شکايت وکړ.
دوی وويل، دغه رياست اسانتياوې نه رامنځ ته کوي، خو د نورو ولايتونو په پرتله د يو کيلوواټ برېښنا بيه دوه برابره ډېره اخلي.
د مزارشريف ښار د کرنيزو کوپراتيفونو مسوول حاجي غلام رسول جعفري پژواک خبري اژانس ته وويل، د مزارشريف ښار اوسېدونکي د برېښنا په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
ده زياته کړه: ((موږ د برېښنا په برخه کې ډېر مشکلات لرو، د اختلاس له امله، د ښکاره او پټو غلاوو له امله له مشکلاتو سره مخ يو.))
د هغه په وينا، د يو مېټر د لګولو لپاره د مزارشريف اوسېدونکی اړ دی، چې د برېښنا شرکت ته ۲۵زره افغانۍ بډې ورکړي.
د مزارشريف ښار د قوله خېش شورا مشر شېراحمد دقيق پژواک ته وويل، ولې په يوه هېواد کې د برېښنا دولتي بيه توپير لري؟
نوموړي زياته کړه، په کابل کې د يو کيلو واټ برېښنا بيه دوه افغانۍ ده، خو په مزارشريف کې بيا پنځه افغانۍ له خلکو اخيستل کېږي.
د هغه په خبره، دوی مني چې د کابل برېښنا د نغلو او سروبي بندونو په ملتيا ارزانه شوې ده؛ خو ايا د دغو دواړو بندونو د برېښنا په عوايدو کې يواځې د کابل خلک حق لري.
شېراحمد وويل، که چېرې داسې وي، نو ولې د حيرتان بندر عوايد مرکزي بانک کې ټولېږي او په ټول افغانستان کې لګول کېږي.
نوموړي زياته کړه، د برېښنا شرکت بايد په ټول هېواد کې برېښنا په يو ډول بيه وړاندې کړي.
د هغه په وينا، د بلخ برېښنا شرکت دې هم د کابل برېښنا شرکت په څېر د مصرفوونکو کټګوري وټاکي او د لګښت په پام کې نيولو سره دې د برېښنا د يو کيلو واټ بيه معلومه کړي.
login or register a new account.