کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د برېټانيا حکومت ١٥ افغان محصلينو ته د فوق ليسانس (ماسټرۍ) په برخه کې د چونينګ بورسونه ورکړي او ټاکل شوې چې دغه کسان ډېر ژر ياد هېواد ته ولېږل شي.
افغانستان کې د برېټانيا سفيرې کارين پيرس (Karen Pierce) په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه کابل کې د ياد هېواد په سفارت کې تر سره شوي و، وويل چې دغه شمېر محصلين چې پنځه کسان يې ښځې دي، په بېلابېلو برخو کې لکه د نفت او ګازو ګټې، عام پاليسي او نړيوالې روغتيا په برخه کې بشپړ تحصيلاتو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، افغانستان کې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د دغه پروګرام له پيل راهيسې، تر اوسه پورې له ١٧٠ څخه زياتو کسانو په بېلابېلو برخو کې د چونينګ بورسونه تر لاسه کړي او دغه کسان اوسمهال له خپل هېواد سره د ثبات، امنيت او سوکالۍ په برخه کې کار کوي.
مېرمن پېرس هيله څرګنده کړه چې د ٢٠١٦- ٢٠١٧ کال د نومبر د دريمې نېټې د تحصيلي کلونو لپاره د منلو د غوښتنليکونو موده پيليږي او ډېر شمېر ځوانان دې پکې ګډون وکړي.
د برېټانيا سفيري زياته کړه، چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه کسان د چونينګ بورسونه تر لاسه کوي او په دې برخه کې ټاکل شوې په راتلونکو اونيو کې شا وخوا د يادو بورسونو دوه زره زده کوونکي چې لګښتونه يې د برېټانيا دولت له لوري ورکول کېږي، ياد هېواد ته ولېږل شي.
د کليو د پراختيا پخواني وزير ويس برمک چې نوموړى د يادو بورسونو له ګټو اخيستونکو و، ياد پروګرام له ارزښت ډک وباله او ويې ويل، چې افغان محصلين بايد له دغه غوره فرصت څخه په ښه ډول ګټه پورت کړي.
نوموړي هغو کسانو ته چې په ياده سيالۍ کې بريالي شوي، سپارښتنه وکړه چې ډېرې زده کړې وکړي او هېواد ته په راستنېدو سره افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځي.
کابل کې د برېټانيا سفارت له لوري د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ، هغه کسان چې د ليسانس دوره يې بشپړه کړې وي، په انګريزي ژبه پوه شي او په دغه هېواد کې خپلو زده کړو ته لېوالتيا ولري،؛ په ياد پروګرام کې ګډون کولى شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP