Language

کاپيسا کې دوه مهم طالب قوماندانان وژل شوي

محمودراقي (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو په بريدونو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم قوماندان وژل شوي دي.

د کاپیسا امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالکریم فایق د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ د طالبانو دوه مشهور قوماندانان د جګړې لپاره ننګرهار ولايت ته تللي وو.

د هغه په وينا، دغه قوماندانان مولوي وحدت او ملا نجيب نومېدل چې له خپلو کسانو سره د طالبانو په پلوي د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره ننګرهار ولايت ته تللي وو.

دى وايي چې ياد قوماندانان د افغان امنيتي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي او تېره ورځ يې مړي تګاب ولسوالۍ ته راوړل شول.

هغه زياته کړه، چې د دوى په وژل کېدو سره اوس په سيمه کې جګړه ډېره کمه شوې ده.

د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى محمداجان هم د يادو قوماندانانو وژل کېدل تاييد کړل.

هغه وايي: ((له تګاب څخه نژدې یوه میاشت وړاندې ځیني وسله وال ننګرهار ته تللي وو تر څو هلته له داعش سره جګړه وکړي خو اوس څوک وايي چې دا کسان د داعش او څوک وايي د حکومت په یو کمین کې وژل شوي دي خو د دواړو قوماندانو مړي راوړل شوي دي.))

د هغه په وينا، د يادو قوماندانانو د نورو کسانو پته معلومه نه ده او ويل کېږي چې لس نور ملګري يې هم په ننګرهار ولايت کې وژل شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو قوماندان خواجه اغا ساپي هم پژواک ته وويل چې د يادو کسانو په وژل کېدو سره اوس په دې سيمه کې جګړه کمه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((پخوا به دلته ډېر زيات جنګونه کېدل خو اوس د دې کسانو په وژل کېدو سره جګړه کمه شوې ده او بله دا چې د طالبانو تر منځ اختلافات هم اوس وروستي حد ته رسېدلي دي.))

تګاب د کاپيسا له نا امنو ولسواليو څخه ده چې کله نا کله په کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

Related Topics