Language

بلخ کې د يوه سپين ږيري انځور ګر  ۱۵۰ انځورونه  نندارې ته وړاندې شول

مزارشريف) پژواک، ٢٤ وږى ۹۴) : يو سپين ږيري انځور ګر د خپل ژوند له زرګونو جوړو شويو انځورونو او د خطاطۍ له تابلوګانو څخه ۱۵۰ انځورونه  نندارې ته وړاندې کړل.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو اوسېدونکو د ۶۵کلن انځورګر عبدالهادي شرر د انځورونو ننداره وکړه، چې د وږي په ۲۴مه، په ميديوتيک دفتر کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

عبدالهادي شرر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ماشومتوبه يې د انځورګرۍ هنر سره مينه وه او له اووه کلنۍ يې پرې پيل کړی دی.

نوموړي وويل، چې له ماشومتوبه تر دې دمه د جوړو شويو تابلوګانو کره شمېره ورمعلومه نه ده؛ خو له زرګونو يې ډېرې جوړې کړې دي.

د هغه په وينا په هېواد او له هېواده بهر يې د خپلو جوړو کړو انځورونو ۱۵۰ نندارې وړاندې کړې دي.

انځورګر شرر وويل، چې نن يې د خپل هنر له ټولو نامي ۱۵۰ تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړي، چې خطاطي او جوړ شوي انځورونه دي.

د شرر په وړاندې شويو تابلوګانو کې، بېلا بېل ډوله خطونه، فرهنګي او علمي شخصيتونه، د هېواد د کلتور بېلا بېل تصويرونه، د افغانستان د بېلا بېلو سيمو جوړ شويو انځورنه شامل وو.

د مزارشريف اوسېدونکي محمد قديم، چې د يادې نندارې تابلوګانې يې کتلې، پژواک ته وويل، چې په يوه ننداره کې يې د انځورګرۍ هنر د بېلا بېلو اړخونو ننداره وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د خطاطۍ د بېلا بېلو هنرونو سره اشنا شو او د افغانستان د بېلا بېلو فرهنګی شخصيتونو انځورونه يې وليدل.

د هغه په وينا، ورته نندارې به ځوانان د خپل هېواد له کلتور او فرهنګ سره اشنا کړي.

په بلخ کې د ميديوتيک مسوول صابر نقشنبدي وايي،  دوی تل هڅه کړې چې د کلتوري او فرهنګي ميراثونو په پېژندنه کې مرسته وکړي.

هغه چې په خپله هم انځورګر دی، وايي چې عبدالهادي شرر د هېواد له نامتو انځورګرانو څخه دی، دولت ته په کار ده چې د ورته شخصيتونو څخه د هنر د ودې په برخه کې کار واخلي.

login or register a new account.

Related Topics