Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان سلګونو اوسېدونکو تذکرو کې د افغان کلمې په ملاتړ لاريون وکړ

مهترلام ( پژواک، ۲۴ وږی ٩٤ ) : د لغمان ولايت سلګونو اوسېدونکو په تذکرو کې د افغان او  اسلام کلمو په ملاتړ لاريون وکړ او ګواښ يې وکړ، چې له دې کلمو پرته به تذکرې وانخلي.

دغه سوله ييز لاريون د وږي په ٢٤مه، سهار مهال د ولايت په  مرکز کې پيل شو .
لاريون کوونکو چې له ځانه سره يې ملي بيرغونه لېږدول ، په تذکرو کې يې د اسلام او افغان کلمو د ليکلو غوښتنې کولې.

په دې لاريون کې د لغمان سلګونو قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، ديني علماوو ، د مدني ټولنو فعالانو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

د لاريون ګډونوالو د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې دوى به هېڅکله بې هويته پيژندپاڼې وانخلي.

د لاريون يو تن ګډونوال او د مدني ټولنې فعال خيبر نيازي پژواک اژانس ته وويل چې د هر هېواد په پېژندپاڼو کې د هغوى ملت ليکل شوى وي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى به هېڅکله د افغان او اسلام کلمو پرته تذکرې وانخلي.

د قاري شريف الله نظري په نامه يو تن ديني عالم بيا په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو پر ليکلو ټينګار وکړ او ويې ويل چې که غوښتنې يې ونه منل شوې، نو لاريونونو ته به ادامه ورکوي.  

د لاريون په پاى کې پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه ِغوښتل شوي و، چې افغانان په خپل اسلاميت او افغانيت وياړي او له يادو کلمو پرته به تذکرې وانخلي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې د کابل ترڅنګ په ګڼ شمېر ولايتونو کې دا ډول لاريونونه شوي دي.

 

 

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.