Language

په بلخ کې چاودنې د يوه قوماندان په ګډون څلور  پوليس ټپيان کړل

مزار شريف ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٤ ) : د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې چاودنې په داسې حال کې څلور پوليس ټپيان کړي چې د والي په مشرۍ دولتي ځواکونو هلته عمليات پيل کړي دي.

د چمتال ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن ترغرمې وروسته  شاوخوا يوه نيمه بجه د ولسوالۍ د بارګاه په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه موټر وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د توفان په نامه ديوه قوماندان په ګډون   څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد له يادې چاودنې څخه بې خبري وښوده، خو زياته يې کړه، چې د والي عطاء محمد نور په مشرۍ دولتي ځواکونو په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي. 

د نوموړي په وينا، دا عمليات د هغو وسله والو پر ضد پيل شوي، چې تازه يې سر راپورته کړى او دوى هڅه کوي چې مخه يې ونيول شي. 

login or register a new account.

Related Topics