ښرنه(پژواک،٢٥وږى٩٤): د پکتيکا ولايت په درېيو ولسواليو کې نهه وسله وال طالبان او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د پکتيکا د والی وياند نبې الله پيرخېل د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ دبرمل ولسوالۍ دنخل په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې ٧ طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې په ياده سيمه کې يو هاوان،اووه کلاشينکوفونه او يوه پيکا د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز نوموړي وويل چې په زغورن ښار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته دوه طالبان وژل شوي او يو موټر سايکل او يو شمېر سپکې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
پيرخېل وايي چې د وژل شويو طالبانو جسدونه په امنيه قوماندانۍ کې پراته دي.
د زرغون ښار ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي نور بيا وايي چې وسله والو طالبانو ديو کمين په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دې ويلي ، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د پکتيکا ولايت د ګواشتې سيمه نيولې او پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د پکتيکا چارواکي بيا وايي چې امنيه قوماندان پاسوال علي مست مهمند او نور امنيتي چارواکي د ګواشتې په سيمه کې پر عملياتو بوخت دي.
دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمان خېل پژواک ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ د شاتورو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
سليمانخېل وايي چې په دې بريدکې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او پوسته هم طالبانو نيولې ده.
login or register a new account.