غزني (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): د غزني يو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو د دغه ولايت د امنيه قوماندان او د ملي امنيت مشر کړنې وستايلې او ويې ويل چې دغو کسانو د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې کړې دي.
يادو کسانو وروسته له هغه د امنيه قوماندان او د ملي امنيت د مشر په ملاتړ غونډه وکړه چې دوه ورځې وړاندې د غزني د ولايتي شورا مشر ويلي وو چې د غزني له زندانه د زندانيانو په تېښته کې امنيه قوماندان لاس لري.
د تېرې يکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت پر زندان ډله ییز برید وکړ چې په پایله کې یې ٣٥٥ زندانيان وتښتېدل.
په نننۍ غونډه کې قومي مشر عبدالاحد وویل چې د غزني امنيه قوماندان او د ملي امنيت مشر په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې کړې دي.
هغه وويل: ((یو شمېر خلک د خپلو شخصي ګټو په خاطر شکایتونه کوي، تر پخوا امنیت ښه شوى، غله ورک شوي، پولیس پیسې نه اخلي.))
ده وويل چې يادو کسانو په دغه ولايت له اداري فساد سره هم جدي مبارزه کړې ده.
دغه راز په غزني کې د ژوند مدني ټولنې مرستيال محمد فاروق پويا هم وويل چې د غزني د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيه قوماندان او د ملي امنيت د مشر کړنې د ستايلو وړ دي.
هغه زياته کړه: ((د ملي امنیت ريیس تاجک دى او د لوګر ولايت دى خو دلته يې کار کړى او موږ يې ستايو.))
ده له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د قوم، ژبې او سمت په نوم باندې نه څوک له دندې ګوښه او نه هم څوک پر دنده وګوماري.
د غزني د سولې شورا منشي خليل هوتک وايي، حکومت بايد هغه کسان پر دندو وګوماري چې د زورواکو تر اغېز لاندې را نه شي.
هغه زياته کړه: ((حکومت چې څوک مقرروي بايد صلاحيت هم ورکړي تر څو يو شمېر کسان له دندو ګوښه او يا يې هم نصب کړي.))
هوتک د غزني د زندان د پېښې په اړه د اسنادو له وړاندې کولو پرته وويل: ((زه داسې اسناد لرم چې په دې کې په کابل کې د ناستو مشرانو دسیسه ده، په دې شپه د پوستې د یوه قوماندان په واسطه طالبان محبس ته ننوتي دي.))
login or register a new account.