ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امنيو د کجکي د درېيم توربين د نصبولو مخه نيولې

نا امنيو د کجکي د درېيم توربين د نصبولو مخه نيولې

author avatar
18 Sep 2015 - 10:52
نا امنيو د کجکي د درېيم توربين د نصبولو مخه نيولې
author avatar
18 Sep 2015 - 10:52

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ وږی ۹۴): د سوېلي زون د برېښنا عمومي مشر وايي چې ناامنۍ د برېښنا پر سيستم ځکه اغېز نه شي کولاى چې په دې برخه کې طالبان هم مرستې کوي.

څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت ځينو چارواکو اندېښنه ښودلې وه، که چېرې طالبان د کجکي ولسوالۍ د تنګي سيمه ونيسي نو د برېښنا په سيستم کې به ستونزې پيدا شي.

له تېرو څلورو ورځو راهيسې د کجکي ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د کجکي د برېښنا بند په تنګي سيمه کې موقعيت لري.

خو د سوېلي زون د برېښنا عمومي مشر سيدرسول د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې سيمه کې نا امني د برېښنا پر سيستم هېڅ ډول منفي اغېز نه شي کولاى.

هغه زياته کړه: ((که چېرې طالبان ونه غواړي یوه ورځ هم دغو ښارونو ته برېښنا نه شي رسېدلی؛ ځکه همدا اوس مهال موږ د طالبانو په سیمو کې پرې شوي مزي جوړوو او په دغه کار کې تر ډېره د قوم مشرانو مرسته کړې ده.))

سيد رسول وايي: ((په دې وروستیو کې چې کله په کجکي ولسوالۍ کې جګړه ګرمه شوه، نو د هغه درېیم توربین د نصب د کمپنۍ بهرني ملکي مسوولین، له احتمالي خطره د خونديتوب په موخه کندهار ښار ته تللي؛ ځکه هغوی هېڅ ډول خطر نه قبلوي.))

نوموړي وویل، کله چې په سیمه کې د جګړې ستونزې هوارې شي، دغه بهرني مسلکي مامورین به بېرته کجکي ته ولاړ شي او خپل کارونه به پیل کړي.

د ده په وینا، د درېیم توربین د نصب بهرني مسوولین هم پوهېږي چې د طالبانو موخه د برېښنا فابریکه او دوی نه دي خو له جګړې وېره لري او نه غواړي په نا امنه سیمه کې پاتې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کجکي د برېښنا بند د درېيم توربين د نصب چارې به د يو کال په موده کې بشپړې شي.

دى وايي چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به په دې سيمه کې د برېښنا د توليد کچه ٥١ ميګاواټو ته لوړه شي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو له موږ سره د مزو په جوړېدو کې ډېره مرسته کړې، اوس چې د موادو په لېږد کې هم راسره مرسته وکړي، ډېره به ښه وي.))

دى وايي چې څه موده وړاندې يو شمېر کسانو د لارې په اوږدو کې د کجکي برېښنا بند د توکو دوه موټره وسوځول.

هغه زياتوي: ((دغو موټرو ته طالبانو اور نه دى اچولى او په موټرو کې سيخ او نور مواد هم نه دي سوځېدلي او موږ له طالبانو غوښتي چې په لېږد کې يې راسره مرسته وکړي.))

په هلمند کې يوې دولتي سرچيني پژواک ته وويل چې د کجکي په تنګي سيمه کې کلابندو سرتېرو پر لښکرګاه او کندهار ښار برېښنا بنده کړې ده.

ده وويل: ((دغه کار يې ځکه کړى څو مسوولين ورسره مرسته وکړي، د دغو کسان خوراکي مواد او مهمات په خلاصېدو دي.))

په کجکي ولسوالۍ کې په حال کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې تېره مياشت طالبانو موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ نيولۍ دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.