Language

“د شمال زندانونو کې د ښځينه بنديانو ځورونه زياتې شوې”

مزارشريف ( پژواک، ٢٨ وږى ٩٤ ) : د عدالت په نامه د مدني او حقوقي بنسټ مسوولين وايي، چې د بلخ ولايت په ګډون د شمال زون په څلورو ولايتونو کې د دوی موندنې ښيي، چې په ښځينه زندانونو، څارنواليو او محکمو کې اخلاقي فساد او د ښځو ځورونه زياته شوې ده.

خو د بلخ ولايت مقام مسوولين دغه بنسټ ته د شک په نظر له کتلو سربېره د دوی موندنې په کلکه ردوي.

شمس الدين شمس، چې ځان يې رسنيو ته د عدالت په نامه د حقوقي او مدني بنسټ مسوول وپېژاند، وويل چې د شمال زون په بلخ، تخار، فارياب او سرپل ولايتونو کې يې د ښځينه زندانونو حالت او د څارنوالانو او قاضيانو کړنې د يوې څېړنې په تر سره کولو ارزيابي کړې دي.

نوموړي، چې د وږي په ۲۸ مه، يې په مزارشريف ښار کې په خبري ناسته کې رسنيو سره خبرې کولې زياته کړه، چې دوی له تېرو درې مياشتو راهيسې په دغو ولايتونو کې د زنداني ښځو د حالت په اړه څېړنه کړې ده.

د هغه په وينا، د شمال زون په بلخ، تخار، فارياب او سرپل ولايتونو کې پر ښځو ۲۵ سلنه جنسي تجاوز او ځورونه د دغو ولايتونو د څارنوالانو او قاضيانو له خوا شوې .

شمس د يادو ولايتونو د ښځينه زندانونو حالت د اندېښنې وړ وباله او له حکومت څخه يې د جدي څارنې غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په ښځينه زندانونو کې زور ويلو، ځورونې، او اخلاقي فساد انساني کرامت تر پښو لاندې کړی دی.

د هغه په وينا ، که چېرې حکومت په دغو ولايتونو کې د ښځينه زندانونو او د بندي مېرمنو د دوسيو او د حالت د څارنې لپاره لازمې کړنې تر سره نه کړي؛ نو د اخلاقي فساد له امله به ټولنه له خورا ستونزو سره مخ شي.

د عدالت په نامه د حقوقي او مدني بنسټ مسوول شمس وويل، چې د دوی څېړنه د زيانمنو مېرمنو له لارې پر مخ تللې، چې د ځينو ولايتونو زندانونو ته ورغلي او څېړنې يې په کې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت ښځينه زندان ته د ورننوتو اجازه لا نه ده ورکړل شوې.

خو د بلخ ولايت دولتي مسوولين دغه بنسټ ته د شک په سترګه ګوري او شوې څېړنې يې تر پوښتنو لاندې ګڼي.

د دغه ولايت د عدليې رييس سيدمحمد جعفر مصباح پژواک ته وويل، چې په لومړي سر کې د عدالت په نامه بنسټ څخه هېڅ ډول معلومات نه لري.

login or register a new account.

Related Topics