Language

لوګر کې د چاودنې له امله دوه دولتي موټر او پنځه هټۍ سوځېدلي

پل علم (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): په لوګر ولايت کې د چسپکې ماين چاودنې له امله د عامه ساتنې معينيت يو ټانکر او يو رينجر او پنځه هټې سوځېدلي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار قاري محمد ورا د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د خضر بازار په سيمه کې د عامه ساتنې معينيت پر اکمالاتي کاروان چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((چسپکي ماين په ټانکر کې لګولى او بيا وروسته چاودنه ورکړې او ټانکر اور اخيستى دى.))

دى زياته کړه چې د يادې اورلګېدنې له امله د محافظت عامې معينيت يو ټانکر او يو رينجر موټر او د خضر بازار پنځه هټۍ سوځېدلې دي.

ورا وايي چې په ياده چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خضر بازار هټيوال محمدعزيز پژواک ته وويل: ((غرمې ډوډۍ ته ناست وو چې يوه درنه چاودنه وشوه له چاودنى سره سم ټانکر موټر چپه شو او قوي اور بل شو.))

ده هم وويل چې په دې چاودنه کې د ټانکر تر څنګ يو رينجر او پنځه دوکانونه هم سوځېدلي دي.

د دې چاودنې په اړه تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.