غزني ښار(پژواک،٢٩وږى٩٤): د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودلو ګواښ کړى دى.
د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د رباط سيمې اوسېدونکي محمد اجمل د وږي په٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې سيمې اوسېدونکو ته ګواښ کړى ، ترڅو خپل کورنه پرېږدي.
هغه وايي چې طالبانو ددې سيمې لار د ده يک ولسوالۍ له مرکز سره تړلې او خلک يې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي دي.
ده وويل : ((اختر هم نږدې دى خلک اړتيا لري ترڅو ولسوالۍ او يا هم د غزني ښار ته لاړ شي ، خو طالبانو لار بنده کړې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.))
د دې سيمې يو بل اوسېدونکي نورالرحمن هم پژواک ته وويل چې طالبانو د دې سيمې سلګونو کورنيو ته د کور پرېښودلو ګواښ کړى دى.
هغه زياته کړه : ((څو ورځې وړاندې په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوه له هغه وروسته طالبان خلکو ته وايي چې کورنه پرېږدي ، ترڅو طالبان له سيمه ييزو پوليسو سره سمه جګړه وکړي.))
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راپديخوا طالبانو د شبنامو په خپرولو سره د ده يک ولسوالۍ د رباط سيمې له اوسېدونکو غوښتي چې کورنه پرېږدي.
احمدي زياتوي: (( وسله والو مخکې له خلکو غوښتي وو څو د رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پوسته له خپل کلي څخه وباسي او کله چې د هغوی له منفي ځواب سره مخ شول نو اوس ورته ګواښ کوي چې سيمه بايد پرېږدي.))
هغه وايي چې طالبانو د رباط سيمې پر لويه لار ماينونه ځاى پرځاى کړي، خو يو بله لار شته چې خلک کولى شي له هغې لارې د غزني ښار ته تګ راتګ وکړي.
احمدي د رباط سيمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه يې ملاتړي دي او په ارامه توګه دې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
ده وويل چې په نږدې راتلونکي کې به امنيتي ځواکونه د رباط سيمې له لويې لارې څخه ماينونه هم پاک کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP