غزني ښار ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه تښتول شوي کسان خوشې شوي دي.
دغه کسان پرون له غزني ولايت څخه پکتيکا ولايت ته پر لاره وو، چې د اندړو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو پنځه تنه تښتولي وو، چې اوس خوشې شوي دي.
خو د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم ديسيوال پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو له لسو موټرو څخه شاوخوا ٥٠ کسان تښتولي وو.
د هغه په وينا، اوس وسله والو ٤٨ تنه پرېښي او يواځې دوه تنه ورسره پاتې دي، چې د هغوى د خوشې کولو هڅې هم روانې دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې تښتول شوي کسان سيمه ييز پوليس او يو شمېر يې د هغوى خپلوان او دکورنۍ غړي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP