Language

په لوګر کې وسله والو يو تعويذ ليکونکى ملا وواژه

پل علم(پژواک،٢٩وږى٩٤): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې ناپېژاندو وسله والو يو تعويذ ليکونکى ملا پر ډزو وژلى دى.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبازې مديرسمونوال محمد جان عابد د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د پل علم ښار اړوند د حوني سفلى په سيمه کې ناپېژاندو کسانو تعويذ ليکونکى مولوي نذير فقير زاده وژلى دى.

هغه وايي چې دې ملا خلکو ته په خپل کور کې تعويذونه ورکول او ترڅنګ يې يوناني درملتون هم درلود.

ده زياته کړه : (( بيګاه کسان ورغلي د خپل کور مخې ته يې پر ډزو ويشتلى دى.))

د عابد په وينا، د مولوي فقيرزاده د وژل کيدو په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د يادې سيمي يوه اوسېدونکي سيدبهاوالدين پژواک ته وويل چې له ډيرو کلونو راهيسې مولوي نذير فقير زاده په دې سيمه کې د لوګر د اوسېدونکو ترڅنګ د نورو ولايتونو خلکو ته هم تعويذونه ورکول.

د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي فقيرزاده به خلکو ته د مينې او محبت ترڅنګ د بې اولادۍ او نورو ناروغيو لپاره هم تعويذونه او يوناني درمل ورکول.

ده وويل چې تېر ماښام دوو ناپېژانده وسله والو مولوى فقيرزاده د خپل کور مخې ته پر ډزو ويشتلى او وژلى يې دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.